اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وفاقي ??زي?? مرتضٰی سولنګي وئېلي دي چې سپيځلې ټاكنې كول د لنډ مهاله حكومت مينډېټ دې٬ لیول پلیئنګ فیلډ وركول د ټاكنو كميسون ذمه واري ده٬كوم هم سياسي ګوند سره به د فرق سلوك نه كېږي٬د ټاكنو لپاره ټولو سياسي ګوندونو ته يو ډول موقعې ترلاسه دي۔د زيارت په ورځ د نجي ټي وي چينل په پروګرام كښې په خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وفاقي ??زي?? ووئيل چې د پاكستان په آئين كښې ليكلي دي چې دا هېواد به منتخب نمائندګان چلوي٬وسائل هم شته ٬سكيورتي هم شته او انتظامي مرسته هم٬الېكشن كمېشن چې كومه نېټه وركړي په هغې به ټاكنې باوري كولې شي۔ده ووئيل چې د لنډ مهاله حكومت كار د ټاكنو كميسون په هدايات عمل كول دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د نجكارۍ په لنډ مهاله وفاقي ??زي?? فواد حسن فواد اعتراضات غلط دي٬كه چرې هغه تړون لرلو نو هغه به د دريو څلورو مي??شتو لپاره ??زي?? ولې جوړېدو؟د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د برېښنا غلا ختمه شي نو ګرځنده قرضو كښې به كمې راشي او اولس ته به رېليف ترلاسه شي۔ده ووئيل چې تېر حكومت كښې د نجكارۍ چې كومې پروژې منظور شوي په هغې به كار كولې شي