اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الح?? كاكړ د دفاع او شهيدانو ورځو په موقعه د ګران هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړان??ې كولو سره وئيلي دي شهيدان زمونږ وياړ دي ٬ قربانۍ يۍ په مونږ پور دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دفاع ورځې حوالې سره په شكرپړياں كښې تابيا كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي هم موجود وو۔ نګران وزيراعظم دستورې ته خ??ل خطاب كښې ووئيل ګران هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړان??ې كوؤ او مونږ دلته دې دستوره كښې موجود دې لپاره يؤ چې مونږ خپل شهيدان هېر كړې نه دي۔ دوئي د پاك پروردګار په لاره كښې خپل ځان قربان كوي۔ دوئي زمونږ وياړ دي او قربانۍ يۍ په مونږ پور دي۔ د دې پور په ادا كولو كښې مونږ يوه كوچنۍ شان نذرانه وړان??ې كولې شوؤ او هغه د هغوي د مينه والو عزت او احترام دے۔ ده ووئيل دا هغه جذبه ده د كومې ذكر چې علامه اقبال هم په خپلو شعرونو كښې كړې دے۔ ده ووئيل شهادت يوه ستره مرتبه ده د كومې چې د پاك پروردګار په نزد ډېر لويے اجر دے۔