اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وز??ر ډاكټر نديم جان وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ اروپائي ائتلاف د سېلاب ځپليو بحالۍ كښې بشپړه مرسته كړې٬ د نګران وز??راعظم په مشرۍ كښی د پاكستان سوكالي او د معيشت بهتري زمونږ ايجنډا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اروپائي ائتلاف سفير رينا كيونكا سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده ووئيل ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوشی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سفیر نګران وفاقي وز??ر ته د روغتيا وفاقي وز??ر په حېث د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركولو سره ووئيل نړۍ د پوليو ختمولو له ستا هڅو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل د روغتيا په څانګو كښې به همكاري روانه ساتلې شي۔ وفاقي وز??ر ووئيل پاكستان اروپائي يونين سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف د سېلاب ځپليو بحالۍ كښې بشپړه مرسته وكړه۔ ده ووئيل د نګران وز??راعظم په مشرۍ كښی د پاكستان سوكالي او د معيشت بهتري زمونږ ايجنډا ده۔ ده ووئيل ما د افغانستان د روغتيا وز??ر ته خط ليكلې او هغه ته مې د پاكستان دورې بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل تر كومې چې افغانستان څخه پوليو ختمه شوې نه وي پاكستان كښې به د دې خطر موجود وي۔ ده ووئيل په پاک افغان پوله د وائرس مخنيوي له تګلاره جوړولې شي۔ ده ووئيل پاکستان به ډېر زر په ګلوبل هېلتھ سېکورټی ايجنډا د لوړې كچې غونډې كوربتوب وكړي۔ غونډه كښې به ګردې نړۍ څخه پوهان او سټېک هولډرز ګډون كوي۔ ده د اروپائي ائتلاف سفير ته هم په ګلوبل هېلت سکیورټی سمټ كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔