اسلام آباد24 اګست (اے پی پی)لنډ مهاله وزيراعظم انوا?? الح?? كاكړ وئېلي دي چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه او د كشميريانو د هيلو له مخې تر استصواب رائے د كشمير مسئلې تر حل د كشميريانو سفارتي٬ سياسي ??و اخلاقي مرسته جاري ساتي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې لنډمهاله وزيراعظم انوا?? الح?? كاكړ سره د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوا?? الحق ملاقات كړی۔ په ملاقات كښې د آزاد كشمير وزيراعظم انوا?? ال??ق د پاكستان وزيراعظم انوا?? الح?? كاكړ ته په وزارت عظمٰي د منصب سنبهالولو مباركي وركړه او دوي لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔ د پاكستان لنډمهاله وزيراعظم انوا?? الح?? كاكړ د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انو?? الحق ته د پاكستان لخوا كشمير لپاره د غېر مشروط ملاتړ باور وركړو٬ د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هلو ځلو كښې به مونږ كشميريانو سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔ ده ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو سفارتي٬ سياسي ??و اخلاقي مرسته تر هغه وخت جاري ساتي تر څو چې د ملګرو ملتونو د قرادادونو له مخې د كشمير مسئلې حل د كشميريانو د هيلو له مخې استصواب رائے سره ونه شي۔