اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف سره د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د هېواد په روانه سياسي وضعه بشپړه خب??ې وشوې۔ د وزیراعظم میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د بلوچستان په پرمختيائي چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د وزیراعظم په خصوصي هدايت د دالبندين ايئرپورټ په بېړني بنيادونو بحال??لو چيئرمېن وزيراعظم ته د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كړې۔ ده د وزيراعظم په مشرۍ كښې د معاشي ډلې آئي اېم اېف سره لوظنامې ته د حتمي شكل ورك??لو په لړ كښې د وزيراعظم د هڅو ستائنه هم وكړه۔ په ملاقات كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير اياز صادق ٬ د تعليم او پېشه ورانه او تكنيكي تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال احد چيمه او عطا تارړ هم موجود وو۔