اسلام آباد۔23مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د خبريالانو او د سياسي ګوندونو ترجمانانو ترمنځ با??د فرق وكړے شي٬ کوم خبريال چې په سياسي ګوندونو کښې شامل شي د خبريال د حقونو دعوی كولې نه شي۔ دې دا خبره برتانوي خبريال سکندر کرماني سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل ?? كوم يو خبريال نامه دې واخستې شي چې زمونږ په حكومت كښې به دركه وي٬ يا په ګولۍ ويشتلې شوې وي٬ يا تښتولې شوې وي٬ يا د هغه پوښتۍ ماتې كړې شو?? وي۔ د خبريال په پوښتنه دې ووئيل عم??ان رياض خبريال نه دے ٬ د سياسي ګوند ترجمان دے۔ كوم خبريال چې د سياسي ګوندونو ترجماني كوي ٬ يا تشدد سوا كوي نو هغه دې هغه نورو خبريالانو سره يو ځايې نه كړې شي كوم چې د صحافت په آزادۍ با??ر لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب کښې وفاقي وزيرې ووئيل عم??ان خان ته د خپل دور په مهال د صحافت نړيوالې ادارې ميډيا پريډيټر خطاب وركړے او د شهباز شريف په دور كښې د پاكستان په ميډيا فريډم انډېكس كښې 7 درجې ښه والې رامخې ته شو۔ د عم??ان خان په دور كښې خبريالان ګرفتار كړې شو??٬ د هغوي غږ يۍ بند كړو ٬ د هغوي روان پروګرامونه يۍ بند كړل٬ ټي وي چېنلز يۍ بند كړل او زمونږ په دور كښې ټولې چېنلې روانې دي۔ هر يو اېنكر ته آزادي ترلاسه ده٬ د چا آواز غلې كولې نه شي ٬ ?? كوم خبريال نوم واخله چې د هغه آواز بند كړے شوے وي۔ دې ووئيل چې څوك هم بې دركه كړې شوې دې مونږ يۍ غندنه كړې ده۔ د عم??ان رياض په ضد په عدالتونو كښې د كېسونو سماعت روان دے۔ دې ووئيل زمونږ حكومت د صحافت په آزادۍ با??ر لري ٬ په هېواد كښې د صحاف?? آزادۍ وده كړې او هم دا سبب دے چې په ميډيا انډېكس كښې د پاكستان درجه بندي ښه شوې ده