کراچۍ 11 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه و??ير بلاول بھټو زرداري واضح كړې چې پاکستان پيپلز پارټي د يو سياستمدار په ګرفتارۍ نه خوشحالېږي او نه په يوه سياسي پارټۍ د بندېز پلوې ده٬ تحريك انصاف له به پرېكړه كول وي چې ھغه د سياسي ګوند په توګه چلېدل غواړي يا د شر خوښي تنظيم ، مونږ د ټولټاكنو په مقرره و??ت د كولو مرستيال او د هېواد موجوده صورتحال سياسي حل لپاره هيله مند يوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په بلاول هاوس ميډيا سيل كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ بلاول بھټو زرداري د سندھ په بلدياتي انتخابات كښې د پاکستان پيپلز پارټۍ په تاريخي كاميابۍ د مئي په 13مه نيټه د جشن اعلان كولو سره په جيالو زور رواړو چې دوي له به د اولس خدمت يو په دوه زياتولو له په خوارۍ ثابتول وي چې دوي د ھغوي حقيقي نمائندګان دي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل تېرې دوه و??ځې د پاكستان د تاريخ تورې ورځې دي٬ د عمران خان د اته و??ځو په ريمانډ غبرګون كښې د تحريك انصاف لخوا داسې بريدونه و??ول چې په تاريخ كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل تر كومې چې ما ته ياد دي په جي اېچ كيو يو بريد كالعدم ټي ټي پي كړے ؤ او اوس پي ټي آئي كړے ، په بلوچستان كښې د قائداعظم محمد علي جناح په كور يو بريد کالعدم بي اېل اے كړے ؤ او دوېم بريد اوس تحريك انصاف په لاهور كښې په جناح هاٶس كړے۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د عمران خان په ضد د کرپشن تورونه سنګين دي٬ 190 مېليونه پاٶنډ د پاكستان وو٬ د اولس پېسه وه كومه چې اولس ته و??پس كول پكار ده خو عمران خان قادر ټرسټ لپاره كابينې څخه په زبردستي منظوري اخستې۔ ده ووئيل عمران خان برتا??يې څخه د رقم په منتقلۍ كښې خپلې كابينې سره ټګي كړې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل پكار خو داسې وه چې عمران خان ګرفتار شوے ؤ او د ھغه ګوند وئيلي وو چې زمونږ مشر څومره بهادر دے خو د دې غبرګون ټولو وليد٬ ده ووئېل پي ټي آئي كه سياسي ګوند پاتې كېدل غوښتل نو د سوله ايز احتجاج كال به ئې وركړے ؤ۔ ده ووئيل زمونږ مشر په سولۍ كړے شوے خو مونږ په جي اېچ كيو يا په كور كمانډر هاٶس بريد نه دے كړے٬ د پاکستان پيپلز پارټۍ كاركنانو خپل ځان سوځولے خو پاكستان ته ئې زيان نه دې رسولے۔ خارجه و??ير زور رواړو چې رياست٫ حكومت او د اداور ذمه و??ري ده چې د پاكستان د قانون او آئين له مخې عمل وكړي دغسې چې بيا لپاره يو سياسي ګوند ٬ ډله يا تنظيم تر دې حده د پاکستان د قانون د خلاف ورزۍ سوچ ونه كړے شي۔۔ په دې موقع د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه، د اطلاعات صوبائي وزير شرجيل انعام مېمن،د پي پي پي چيئرمېن پوليټيکل س??کرټري جميل سومرو او کوآرډينيټر مير سهراب مري هم موجود وو