اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د ايوان پنجاب كښې الېكشن لپاره د 21 اربه روپو ضمني ګرانټ مسترد كوي٬ د دې هرګز دا مطلب نه دے چې دا ايوان په حكومت د عدم اعتماد څرګندونه ده، قامي اسمبلۍ ته په دې لړ كښې د هر قسم پرېكړې كولو بشپړه اختيار ترلاسه دے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د څرګندونې په مهال وفاقي وزير ووئيل مونږ ټول د دې خبر نه اګاه يو چې پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د يو كس د انا په خاطر تحليل ك??ې شوې نو دا خبره رامخې ته شوې چې د آئين د آرټيكل 218 له مخې دې سپېځلې ټانكې وك??ې شي، د لاهور او اسلام آباد په هائي کورټس كښې پټيشنز داخل شوي،دا عمل جاري ٶچې دوه ګرانو جج صاحبانو چيف جسټس ته ووئيل په دې معامل?? دې از خودنوټس واخستې شي٬ په دې لړ كښې 9 كسيزه بنچ جوړ ك??ې شو او دي په رضاكارانه توګه د بېنچ نه علېحدګي اختيار كړه، په اوو كښې څلورو ججانو پرېكړه وكړه چې دا دې خارج ك??ې شي٬ په دې معامله په ايوان كښې بحث وشو او يو قرارداد منظٶر شوي چې دا يوه سياسي مسئله ده په قرارداد كښې ووېيل شوه چې دا يوان د څلور واړو ججانو پرېكړه تسليموي۔ ده ووئيل د دې نه پس يوه پرېكړه جاري شوه چې وفاقي حكومت دې الېكشن لپاره 21 كروړه روپۍ جاري كړې٬ دې ايوان قرارداد منظٶر كړې ٶ٬ په دې تناظر كښې وفاق د فېډرل کنساليډيټډ فنډز څخه د رقم جاري كولو معامله د دې ايوان صوابديد وګرځولو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې دې يو بل جوړ ك??ې شو او د سېنېټ او د قامي اسمبلۍ د خزانې قائمه كمېټو ت?? دې وړاندې كړو چرته چې دا مسترد ك??ې شوې٬ ھغه بل ايوان ته وړاندې ك??ې شوې كوم چې مسترد ك??ې شوې٬ سپريم کورټ ته د يو رپورټ شكل دا وړاندې ك??ې شو نو په دې سپريم كورټ سټېټ بېنك او د خزانې وزارت ته امر وكړو چې دا رقم دې جاري ك??ې شي او وروست?? دې قامي اسمبلۍ څخه منظوري واخستې شي۔ ده ووئيل د آئين له مخې د لازمي خرڅونو نه علاوه د فيډرل کنساليډيټډ فنډز څخه د رقم منظوري وركولو د ايوان صوابديد دے٬ د وفاقي کابينې د منظورۍ نه پس يو ځل بيا د آئين آرټيکل 82 (2) له مخې د يو ضمني ګرانټ په شكل كښې اسمبلۍ ته وړاندې ك??ې شو۔ ده ووئيل د مالي كال د ختمېدو نه وړاندې او د بجټ كال د ختمېدو نه وړاندې په يو يو ګرانټ ووټنګ كېږي، ده ووېيل دې ايوان د ضمني ګرانټ تحريك 64۔اے مسترد كړې۔ ده ووېيل د سپريم كورټ د 19م اپرېل حكمنامه نن يو ځل بيا وفاقي كابينې ته وراندې ك??ې شوې ده چې پكښې وئيلي شوې دي چې كه ايوان دا ضمني ګرانټ مسترد كړو نو د دې مطلب دا دے چې د ايوان لخوا په حكومت د عدم اعتماد څرګندونه ده۔ ده ووېيل د خزانې وزارت د عدالت په حكم دا ډيمانډ بيا راوړې دې۔ ده ووئيل د 22 كروړه اولس د ورك??ې شوې مېنډېټ له مخې دا ايوان پرېكړې كوي٬ نن مونږ دا په هېڅ صورت كښې هم ??ه رامخئ ته كوٶ٬ دا معزز ايوان دا اختيار لري چې خپلې وړاندې شوې پرېكړې تر نظر لاندې ساتي يا نا، دا د دې ايوان ښكار اختيار دے۔ ده ووئيل دا ايوان زما يا د وفاقي كابينې د منشا تابع نه دے