ابوظہبی۔13جنوری (اے پی پی) پاکستان او متحده عرب امارات په م??مو برخو کښې د دوه اړخيزو او بامقصده همکاريو په پراختيا او د ستراتيجيكي مرستې پياوړتيا لپاره په مشاورت كښې د تندي رامخې ته كولو سره سره د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنالوجي په څانګه كښې ډيجيټل وېش ختمولو له په ګډه د كار په كولو موافقت كړے دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ابوظهبي دوه ورځنۍ سركاري دورې څخه وروستو د جمعې په ورځ د پاكستان او متحده عرب امارت د ګډې اعلاميه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په تاريخي او د ورورولۍ په اړيكو ټينګار وكړې شو كومې چې په ګډ مذهب ٬ كلتور ٬ اقدارو ٬ سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا ترلاسه كولو اډانه لري۔ پاكستان او متحده عرب امارات د يو شمېر سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه د يو ډول دريځ په لرلو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د اعلاميې له مخې دواړو هېوادونو د پخوانو اړيكو په بنياد د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په هڅو كښې يو بل سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ دواړو هېوادونو په م??مو برخو کښې د دوه اړخيزو او بامقصده همکاريو په پراختيا او د ستراتيجيكي مرستې پياوړتيا لپاره د مشاورت تندولو سره سره د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنالوجي په څانګه كښې د ډيجيټل وېش ختمولو له په ګډه د كار په كولو موافقت هم وكړو۔ دواړو اړخونو د بشري قاچاق مخنيوي ٬ د معلوماتو تبادلې او د دواړو هېوادونو د سفارتي اكادميو ترمينځه د ??فا??مت يادښت لاس ليك كړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د جنورۍ په 12 او 13 نېټه د متحده عرب امارات د صدر شېخ محمد بن زېد النهیان ??ه بلنه د متحده عرب امارات سركاري دوره وكړه۔ د وزارت عظمی منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وزيراعظم د يو اے اي درېمه دوره وه۔ وزیراعظم شهباز شریف شېخ محمد بن زید النهیان سره م??اقات وكړو، وزیراعظم ته په صدارتي مانړۍ كښې ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ په م??اقات كښی دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكې پياوړې كولو له په كوټلې اقداماتو كولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دغسې سياسي او سيمه ايزې سلامتيا سره په اړوندو چارو هم خبرې وشوې۔ دوئي په سیاسی، دفاعی، اقتصادی، تجارتی او كلتوري څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو ٬ د ګډې منصوبو ته د ودې په وركولو او د بشري وسائلو په څانګه كښې د مرستې لا پياوړې كولو له د مخصوص ګامونو په پورته كولو هم خبرې وكړې۔ وزيراعظم په پاكستان ??ښې د اوسني سېلاب په م??ال د “ايئر برج” دلارې د متحده عرب امارات لخوا په پراخا مرسته كولو د شېخ محمد بن زېد النهيان ??ننه وكړه۔ دواړو اړخونو د بشري قاچاق مخنيوي ٬ د معلوماتو تبادلې او د دواړو هېوادونو د سفارتي اكادميو ترمينځه د ??فا??مت يادښت لاس ليك كړو۔ وزیر اعظم شهباز شریف شېخ محمد بن زید النهیان ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې د يو اے اي مشرتابه قبوله كړه۔