جنېوا۔9جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په پا??ست??ن كښې د سېلاب د لاسه په لويه كچه تباهي شوې 0ده ٬ د سېلاب د لاسه نه يوازې انفراسټركچر له مينځه تلې بلكې د هېواد معيشت هم زيات ځپلې شوې دې٬ د لكھونو په شمېر كورونه د سېلاب اوبو وړلې دي٬ د زده كړو ادارې ويجاړې شوي دي٬ كركيله ختم شوې ده ٬ په سخت وخت كښې مرسته كوؤنكي هېوادونه به پا??ست??ن چرې هېر نه كړي٬ د سېلاب ځپليو بحالۍ او د بيا رغونې كار له به په لويه كچه مرسته كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ سره د اړوند’’ کلائمېټ ریزیلیئنټ پاکستان‘‘ نړيوال كنفرنس پرانستې سېشن ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د كنفرنس كوربتوب او دې ته خطاب ما لپاره درناوې دې او ماته په دې خوشحالې شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس ما سره په ګډه د دې كنفرنس صدارت كوي٬ سېلاب څخه وروستو د پا??ست??ني اولس د احساساتو په ترجماني كولو او د هغوي د ستونزو په ډاګه كولو د پا??ست??ني اولس لخوا ??ه د ده مننه ??وم?? د سېلاب څخه وروستو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د سندھ او بلوچستان په شمول د سېلاب د لاسه د زياتو ځپلې شويو سيمو دوره وكړه او په لويه كچه د شوې تباھۍ جاج يۍ پخپله واخست٬ په سخت وخت كښې د پا??ست??ن د سېلاب ځپليو مرستې له د ده كردار او خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ وزیراعظم ووئيل په پا??ست??ن كښې د سېلاب د لاسه په لويه كچه تباهي شوې ٬ 33 ملينه و??ړي ځپلې شوي دي او د كوچنيانو په شمول 17 سوه و??ړي مړه شوي ٬ د سېلاب چپو د لكھونو په شمېر كورونه او په زرګونو كلوميټره سړكونه ځان سره وړلې دي٬ د 10 لكه انجونو په شمول د 26 لكه كوچنيانو د زده كړو لړۍ قطع شوې ٬ په سخت وخت كښې د ملګرو ملتونو ٬ نړيوال بېنك ٬ آسيائي پرمختيائي بېنك ٬ د منځني ختيز او د اروپائي هېوادونو په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو زمونږ مرسته وكړه۔ زه د دې ټولو مننه ??وم?? وزیراعظم شهباز شريف ووئيل پا??ست??ن تر دې دمه د سېلاب تباهۍ څخه بهر شوے نه دے او په ځپليو سيمو كښې د بحالۍ كار روان دے٬ د بلوچستان او سندھ په يو شمېر سيمو كښې اوس هم اوبه ولاړې دي۔ د بنيادي اډانې بحالۍ او بيا رغونې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د اوبو اودرېدو د لاسه كركيلې ډېره زياته ځپلې شوې ده ٬ فصلونه كرلې كېدې نه شي٬ مونږ له به ځپلې كورنۍ په خپلو پښو اودرول وي او دوئي به د خپل روزګار جوګه كول وي۔ ووزيراعظم ووئيل د سېلاب د لاسه د تباهۍ تخمينه 30 اربه ډالره لګولې شوې ده كومه چې د پا??ست??ن د جي ډي پي 8 فيصده ده ، 90 لکه خلق د بې وزلۍ په دلدل كښې ګېر شوي دي۔ ده ووئيل د پاکستان حکومت د ځپليو فوري مرستې او بحالۍ له ټول وسائل وكارول۔ 20 زره ټروپس ٬ په سوؤنكو چورلكو او كشتو په رېسكيو عملياتو كښې برخه واخسته او په ځپليو سيمو كښې نښتې و??ړي يۍ محفوظ زياتو ته منتقل كړل۔ 2.7 ملینه كورنيو ته د 400 ملين ډالره كېش ګرانټس وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل زه په كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو مننه كوم ٬ دوئي د پا??ست??ني اولس غم دړد محسوس كړې۔ ده ووئيل مونږ نن د تاريخ مهم پړاؤ څخه تېرېږؤ٬ پا??ست??ن سېلاب څخه د رامخې ته شوې تباهۍ دلاسه يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے٬ د سېلاب ځپليو ژوند بدل شوې دې ٬ حكومت د دوئي بحالۍ او بيا ودانۍ له بشپړه منصوبه جوړه كړې ده٬ مونږ په دې لړ كښې د نړيوالې ادارې مرستې ته اړتيا لرؤ۔ دغسې د سېلاب د لاسه د رامخې ته شوې تباهۍ دلاسه د پا??ست??ن د معاشي پرمختګ رفتار هم ځپلے شوے دے۔ ده ووئيل پا??ست??ن په ځانله د دې تباھۍ په اثراتو قابو موندلې نه شي۔ ده هيله ولرله چې په دې سخت صورتحال كښی به نړيواله ورورولي د پا??ست??ن بشپړه مرسته وكړي۔