اسلام آباد۔2جنوری(اے پی پی) د سېنېټ د سائنس او ټېكنالوجۍ قائمه كمېټۍ غونډه د شورؤ په ??رځ كېږي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي سېكتر به كمېټۍ ته د پاکستان سټینډرډ اېنډ کوالټی کنټرول اتھارټی ه??ډ کوارٹر او دفترې کراچۍ څخه اسلام آباد ته د منتقل كولو معاملې ٬ هېمپ پالېسۍ او د دې په ??نظورېدو كښې د تاخير په اړه بريفنګ وركوي۔ د پاکستان سټېنډرډ اېنډ کوالټی کنټرول اتھارټی ډي جي به غونډې ته بريفنګ وركوي۔ د کامسېټس رېکټر به كمېټي د کوئټه كېمپس او د كمېټۍ د تېرو سفارشاتو په اړه خبروي۔ د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت لخوا به د وزارت د كاركردګۍ او د بېلو منصوبو په شمول د نورو چارو په اړه بريفنګ هم وركولې شي۔ دا غونډه به د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر سردار محمد شفيق تريم په ??شرۍ كښې په ??ارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ غونډه كښې به د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير په شمول د كمېټۍ غړي او نور اړوند چارواكي ګډون كوي۔