اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وز??ر سينيټر محمد اسحاق ډار د ګېس سېس واجباتو په نه تر لاسه كېدو د اندېښنې څرګندونه كولو سره ?? ګېس انفراسټرکچر ډويلپمنټ سېس (جي آئي ډي ??ي) په مد كښې نادهندګانو څخه د يوې يوې روپۍ وصولو د حكومت د عزم پخلے كړے۔ ده دا خبره ?? ګل په ورځ د خزانې وزارت كښې د ګاز انفراسټرکچر ډويلپمنټ سېس (جي آئي ډي ??ي) پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په دې موقع د خزانې وزير مملكت ډاکټر عائشه غوث پاشا، د پټروليم وزير مملكت مصدق مسعود ملك، د خزانې لپاره ?? وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د خزانې سېكرټري، ډپټي اټارني جنرل، د او جي ډي ??ي اېل اېم ډي، د اېس اېن جي پي اېل، اېس ايس جي سي اېل، پي پي اېل نمائندګانو او د فنانس او پټروليم ډويژن لوړ پورو ګډون كولو۔ غونډه د بېلا بېلو ادارو لخوا د سېس وصولۍ رقم نه خبر كړې شوه او په دې لړ كښې د جي آئي ډي ??ي ايکټس او د سپريم کورټ په امر د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ غونډې ته ووئيل شول 447 اربه روپ?? اوس هم واجب الادا دي او د ھغې د وصولۍ ضرورت دے۔ په غونډه كښې د عدالت د پرېكړو او د حکم امتناعي هم جاج واخستلے شو۔