اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې پاکستان قازقستان سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې ??ياتې مهمې ګڼي ٬ د قازقستان د نوي ټاكلي شوي صدر په لارښودنه كښې به هېواد د پرمختګ او سوكالۍ بام ته ورسي او پاك قازقستان ملګرتيا به لا قوي شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قازقستان مجلس پارلمان چيئرمېن کوشانوف يرلان زاکانووچ او د ھغه پلاوي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې دوي سره د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع چيئرمين صادق سنجراني پلاوي ته د قازقستان د آزادۍ ورځ پېشګي مباركي وركړه۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د ش??يكې ??وښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔