اسلام آباد۔3 دسمبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي د خصوصي وګړو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وئيلي چې په ګرده نړۍ كښې نزدې يو ارب كسان څه نه څه ذهني يا بدني معذورۍ سره مخ دي ٬ خصوصي وګړي معذور نه بلكې مختلف بل ډول صلاحيتونه لرونكي وي۔ د خالي په ورځ ?? ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي خپل يبان كښې ا??لنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي ووئيل خصوصي وګړي د عامو خلقو په څير زيات صلاحيتونه لري۔ دې ووئيل د خصوصي وګړو به خاص احساس كول وي دغسې ??ې دوئي ??ښې څوك د معذورۍ د لاسه وروسته پاتې نه شي۔ د خصوصي وګړو د حقونو تحفظ ٬ دوئي د ټ??لنې فعاله غړي جوړول زمونږ د ټ??لو ذمه واري ده٬ دې ووئيل خصوصي وګړو ته دې د دوئي د صلاحيتونو او د دوئي د كوټې له مخې د روزګار موقعې وركړې شي۔ دې ميډيا ته اپيل كولو سره ووئيل چې د خصوصي وګړو د حقونو او د دوئي ??ه اړه د رامخې ته كېدونكو منفي رويو ختمولو له خاص ګامونه پورته كړي۔ دې په دې خبره زور راوړو چې خصوصي وګړي دې په خپلو هلو ځلو كښې شامل كړې شي او د دوئي د ټ??لو حقونو تحفظ له دې ا??دامات وكړې شي۔ دې هيله ولرله چې مونږ به په ګډه هڅې كولو سره د معذورۍ په اړه رامخې ته كېدونكو منفي تصوراتو ختمولو كښې كامياب شؤ۔