اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی)د پاكستان او قازقستان د شريك بين الحكومتي كمېشن 11مه غونډه به په جنورۍ كښې ??سلام آباد كښې كېږي٬د قازقستان نائب وزيراعظم او د تجارت وزير به په شريكه د غونډې مشري كوي۔دا خبره په پاكستان كښې ?? جمهوريه قازقستان سفير يرژان كستافن او د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق ترمينځه د زيارت په ورځ په شوي ملاقات كښې كړی۔وفاقي وزير د جمهوريه قازقستان سفير ت??د هركلے وكړو۔په ملاقات كښې ?? شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير سردار اياز صادق د قازقستان او پاكستان ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو رڼا واچوله كومې چې د قازقستان آزادۍ نه پس تراوسه قائمې دي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او مرسته پرله پسې زياته شوې او دې ته د لا ودې وركولو ضرورت دے۔د قازقستان سفير وفاقي وزير ت?? ووئيل د قازق پاك بين الحكومتي شريك كمېشن 11مه غونډه به د نائب وزيراعظم او د تجارت وزير په شريكه مشرۍ كښې ??اتلونكې مياشت اسلام آباد كښې كېږي۔ده د غونډې په ايجنډا كښې په شاملو پرمختيائي څانګو هم رڼا واچوله۔سفير ووئيل پاكستان كښې ??ېلاب ځپليو سيمو كښې 70000 ټنه اضافي بشري مرسته ٬ خيمې٬د ژمبي جامې او سليپنګ بيګ وركولو له خوښي لرو۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير د بشري مرستې په بنياد مرسته وستائېله او د رېلوے او برېښنا په څانګو كښې په لا پرمختګ ئې زور راورو