استنبول 25 نومبر (اے پي پي) و??ير??عظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان او ترکيه امن او استحکام لپاره شريكې اړيكې او مرسته لا قوي كوي، د پاکستان او ترکيه ترمېنځه اړيكې او همكاري جارحيت له نه دفاع لپاره ده ، پاکستان او د ترکيه اړيكې د ځانګړي نوعيت دي كومې چې څوك كمزورې كولې نشي، دواړه وروڼه هېوادونه په ګډه پرمختګ او د سوكالۍ منزل پلو تللے شي، پاکستان او ترکيه په ګډه ماحول دوست اقدامات او د مضر ګازونو اخراج كښې كمے كولې شي ، دغسې د سيلۍ، نمر او اوبو څخه د توان پېداوار ، تجارت او د سر??اي?? کارۍ پشمول نورو څانګو كښې اړيكې لا مستحكم كولې شي۔ و??ير??عظم د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په استنبول شپ يارډ پاك بحريه لپاره څلورم ملجم کاروېټ بېړيو كښې د درېم پي اېن اېس خېبر شاملو د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ و??ير??عظم ووئيل نننۍ دستورې راته د كال 1920 حالات راياد كړل كله چې زمونږ د تركيه وروڼو خوېندو د آزادۍ جنګ كولو او په نيمه وچه كښې مسلمانانو د تركيه خپلو وروڼو لپاره د آزادۍ په دې عظيمو هلو ځلو كښې تحريك خلافت پېل كولو٬ ده ووئېل د نيمې وچې مېندو خپل مړوندونه خالي كړې وو ٬ دكاندرانو٬ كروندګرو او زده كوٶنكو په چنده كولو د تركيه خپلو وروڼو سره عظيم جنګ لپاره مرسته كوله، ده ووئېل زمونږ مشران پوهه وٶ چې څه دوي كوي ترك قام به دا نه هېروي بلكې ترکيه به پاکستان سره په هر سخت وخت كښې مرسته كوي۔ و??ير??عظم ووئيل تركيه په سېلاب٬زلزله او د هر آفت په وخت پاكستان سره ولاړ پاتې دے،د برصغير مسلمانانو د تركيه اولس لپاره چې څه كړي ھغه نن د تركيه په سكولونو٬ پوهنتونونو او پوهنځايو كښې د نصاب برخه دي۔ و??ير??عظم محمد شهباز شريف په دې موقع ووئيل د پاکستان او ترکيه ترمېنځه ژورې تاريخي اړيكې د وخت تېرېدو سره لا مضبوطېږي٬ دواړو هېوادونو په ګډه د پرمختګ سفر جاري ساتلے۔ و??ير??عظم محمد شهباز شريف د صدر رجب طيب اردوان په بلنه د تركيه په دوه ورځنۍ دوره تللے٬ په استنبول شپ يارډ كښې د پي اېن اېس خېبر لانچنګ دستوره كښې وفاقي و??ير??ن مريم اورنګزېب، سيد نويد قمر او اسرار ترين هم موجود وو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سردودونه وغږولے شول او شپ يارډ ته په رسېدو و??ير??عظم محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ و??ير??عظم محمد شهباز شريف دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د دوېم كور تركيه په دوېم ځل دوره كولو خوشحاله شوے يم، نننۍ ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي اړيكو يو عظيمه ورځ ده٬ دواړو هېوادونو په هره سخته كښې د يو بل ملګرتيا كړ??٬ ترکيه په هر نړيوال ف??رم د پاكستان ملګريتا كړې۔ ده ووئيل صدر رجب طيب اردوان يو دور اندېش لارښود دے، د دوي په مشرۍ كښې تركيه جديد فلاحي رياست جوړ شوے۔ و??ير??عظم ووئيل كه د امن سره اوسېدل غواړې نو بيا هم جنګ لپاره به ځان چمتو ساتل وي، نن نړۍ يو شمېر شخړو سره مخ ده٬ ده ووئيل د روسيه او يوكرائن ترمېنځه د غنمو د برآمد په لوظنامه كښې تركيه مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ غونډې پاكستان هم د توان كمي سره مخ دے٬ پاکستان د تجديد ور توان او د توان ارزانو ذريعو لپاره اقدامات كوي۔ ده د تركيه سر??اي?? كارو له پاكستان كښې د سر??اي?? كارۍ بلنه وركړه۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه له د تجديد وړ توان ذريعو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كول پكار دي ٬ دواړو هېوادونه په آلودګۍ كښې كمي لپاره هم په ګډه كار كولې شي۔ و??ير??عظم ووئيل پاکستان په دې وروستيو كښې سخت سېلاب سره مخ ٶ، ترکيه د پاکستان بشپړه مرسته كړې، ترکيه څخه 15 الوتكې د سامان رارسېدلې ٬ په ماضي كښې هم په هر سخت وخت كښې تركيه د پاكستان مرسته كړې، و??ير??عظم شهباز شريف ووئېل پاکستان او تركيه به په ګډه د پرمختګ سفر دوامداره ساتي۔ په دې مهال و??ير??عظم د بېړۍ په جوړولو كښې برخه اخستونكو ته هم پېزوئنې وړاندې كړې۔ و??ير??عظم ووئيل پاکستان او ترکيه دواړه عظيم هېوادونه دي٬ز مونږ زړونه د يو بل لپاره درزېږي، د تجارت او سر??اي?? كارۍ په څانګو كښې پراخه د كار استعداد لرو ۔ و??ير??عظم ووئيل په كال 2010 كښې چې كله په پنجاب كښې سېلاب راغلے ٶ نو رجب طيب اردوان٬ د دوي كورودانې د پخواني و??ير??عظم يوسف رضا ګېلاني سره د پاكستان سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې وه ٬ يوازې د تركيه حكومت نه بلكې د استنبول انقراه وګړو چنده جمع كړې وه ٬ د تركيه وړومبۍ مېرمن د خپل امېل ډالۍ وركړې وه كومه چې د ورورلۍ څرګندونه ده۔ و??ير??عظم ووئيل د پاکستان او ترکيه اړيكې د ځانګړي نوعيت دي كومې چې څوك نشي كمزورې كولې٬ داوړه وروڼه هېوادونه په ګډه د پرمختګ او سوكالۍ منزل پلو تللے شي۔ د دې نه وړاندې د تركيه صدر او د استنبول ګورنر شپ يارډ ته په رسېدو د و??ير??عظم هركلے وكړو او و??ير??عظم ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو٬ صدر رجب طيب اردوان و??ير??عظم ته د دستورې بېج ولګولو او و??ير??عظم سره ئې د تركيه چارواكي معرفي كړل۔ دغسې د ستورې په پېل كښې د دواړو هېوادونو قامي سرودونه وغږول شول۔ د يادونې وړ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه په مشتركه مرستې اډانه ملجم منصوبه د پاکستان-ترکيه په ستراتېژك پارټنرشپ كښې د سنګ ميل حېثيت لري٬ د دې نه وړاندې پاك بحريه لپاره د وړومبني کاروېټ پي اېن اېس بابر لانچنګ دستوره په اګست كال 2021 كښې په استنبول كښې شوې وه او د دوېمې بېړۍ پي اېن اېس بدر سنګ بنياد په مئي كال 2022 كښې په كراچۍ كښې اېښودے شوے