اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي آئيسکو كښې د ايډوانسډ ميټرنګ انفراسټرکچر(اے اېم آئي ) لپاره د ډيټا ??نټر پرانسته شوې ده۔ د جمعې په ورځ د ډېټا ??نټر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل اے اېم آئي د برېښنا كمپنو كښې د غلا مخنيوي لپاره مهم پېشرفت دے۔ ده ووئيل د ډيټا ??نټر سروسز د برېښنا نورو كمپنو ته هم وركړے كېدے شي٬ د آئيسكو ډېټا ??نټر استعداد 50 لكه دے او د صارفينو شمېره ئې 34 لكه ده۔ ده ووئيل د توان وزارت په اګست كښې د برېښنا كمپنو موازنه كړې٬ په دې څانګه كښې مسئلې ډېر كړكېچنې او زياتې دي۔ ده د برېښنا كمپنو ته امر وكړو چې ټولې كمپنۍ دې د لويو صنعتي كمرشل صارفينو لپاره ايډوانسډ ميټرنګ انفراسټرکچر ولګوي۔ وفاقي وزير ووئيل د 1.8 اربه روپو په لګښت به اے اېم آئي ميټر نظام بشپړ كړے شي۔ ده ووئيل د راتلونكې مياشت په پېل كښې د سولر منصوبې بډنګ پېل كوٶ او په وړومبي پړاٶ كښې به په وفاقي سركاري ودانيو سولر پېنلز لګولې شي