اسلام آباد 27 اکتوبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئېلي دي د جي اېس پي پلس درجه ترلاسه كېدو نه پس د پاكستان برآمدات زيات شوي٬پاكستان د جنوري 2024 څخه د جي اېس پي پلس لا 10 كلونو پرو??را?? لپاره خواهش لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په برسلز كښې خبريالانو سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د جي اېس پي پلس په اړه دا د برسلز دوهمه دوره ده٬پاكستان د تېرو 8 ٬ 9 كلونو څخه د جي اېس پي پلس پرو??را?? بینیفشری دے۔په دې پروكرام كښې زمونږ هغه ايكسپورټس كوم چې اروپائي ائتلاف ته ځي هغوي ته رعايتي ټېرف ترلاسه كېږي۔د دې سټېټس څخه ايكسپورټس زيات شوے ۔ ده ووئېل موجوده پرو??را?? به د راتلونكې كال په اختتام ختم شي او د دې نه پس به يو نوې پرو??را?? د جنوري 2024 څخه پېل شي٬مونږ د لا لسو كلونو پرو??را?? خواهش لرو۔ده ووئيل پاكستان د جي اېس پي پلس سټېټس لپاره ډېر پېشرفت كړے چې پكښې د هيومن رائتس٬ليبر رائټس٬ويمن رائټس چارې تعل?? لري۔ده ووئيل مونږ چې كله پرو??را?? ته داخل شو نو مونږ كمټنټ كړے ؤ چا دا به پوره كوو٬دا شرائط تر ډېره پاكستان پوره كړي٬ځينې قوانين دي چې د كومو قانون سازي شوې او اوس راتلونكے پړاؤ رولز او په دې عملدرآمد دے۔ده ووئيل د اروپائي ائتلاف د سېلاب په نتيجه كښې د پاكستان مرسته كوونكو كښې په وړومبو هېوادونو كښې شلمل دے۔وفاقي وزير نويد قمر سره د مېډيا بريفنګ په مهال د اروپائي ائتلاف لپاره د پاكستان سفير اسد مجيد خان هم موجود ؤ ۔