اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د پاك فضائيه لخوا د خېبر پښتونخوا، سندھ، بلوچستان او سوئيلي پنجاب په سېلاب ځپلو سيمو كښې د رېسكيو٬ ريليف او بحالۍ هلې ځلې روانې دي او د فضائيه اهلکار د سېلاب ځپليو د ښګړې٬ خوراك څښاك٬ استوګنې٬ طبي مرستې او د بنيادي ضرورت نورو څيزونو باوري كولو لپاره هڅې كوي۔ د پاك فضائيه لخوا د جاري بيان له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال 18 زره 458 فوډ پېكټس٬ 1512 د اوبو بوتلې او راشن هم وركړے شوے۔ د پاك فضائيه ايمرجنسي ريسپانس ډلې د سېلاب ځپلو سيمو چې پكښې راجن ??ور?? مټياري، مچي، بولاني، لاشاري، ناروا، مچکا، ګھارو، جاتي، کوډاريو، حاجي ??ور?? چوهړ جمالي، ميرپور خا??، سنداد، بلو، جھل مګسي، بستي شېر محمد، لاکھړا، مټياري، سعيد آباد شهداد کوټ، صحبت ??ور?? بستي جاګير ګبول، فاضل پور او الله ورائيو جمالي سره سره په نصير آباد، جھل مګسي، جيکب آباد، کھيروي ، سندھړي، سانګھړ، ګوټھ اسماعيل، کمهار، سرګل، پھلواري، دادو، شاهراه۔ مياں پوټا، پشين، قلعه عبدالله، قلعه سيف الله، تھل، سهون، نواب شاه، سکرنډ، اسابھټي، سکھر، پير پټھو، اټھال، حيدرآباد، ميرپور خا??، تلهار، نوے کلے، ګلستان کلے ٬ صالح كلے او حبيب زئۍ كلے شامل دي هلته شپه او ورځ كار كوي