اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند وئېلي دي سېلاب د هېواد په بېلو بېلو برخو كښې لويه تباهي كړی٬د لا??هونو په شمېر خلق بې كوره شوي٬تر يو زر پورې كسان په حق رسېدل?? او 33 ??لي?? ځپلې شوي۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل وفاق?? او صوبائي حكومتونه او د اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے پشمول بېلا بېلې محكمې او ايجنسۍ او وسله وال ځواكونه د سېلاب ځپليو مرستې لپ??ره ټولې وسيلې پكار راول?? او خپل صلاحيتونه كاروي۔وياند ووئيل دې صورتحال مخ نيوي لپ??ره نېشنل ايمرجنسي آپرېشن سنټر كار كوي۔د وزيراعظم لخوا تشكيل شوې يوه قامي رېليف كوآرډېنېشن كمېټي د منصوبه بندۍ وزير په مشرۍ كښې كار كوي۔ده ووئيل وزيراعظم٬ خارجه وزير بلاول او نورو وزيرانو د جمعې په ورځ د سكهر د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړی۔ده ووئيل دې څخه وړاندې وزيراعظم د سفيرانو يوې ډلې سره ملاقات كړے چې پكښې ده سفيران د زيان نه خبر كړي۔وياند ووئيل ټول قام د حكومت هڅې ستائي۔وګړي سول سوسائټ?? او تنظيمونه د ځپليو وروڼو خوئېندو مرستې لپ??ره وړاندې كېږي۔وياند ووئيل ?? اګست په 30مه نېټه د جينوا او اسلام آباد نه به په يو وخت ملګرو ملتونو ته درخواست كولې شي۔بهر مېشته د لا??هونو په شمېر پاكستانيان هم په دې هڅو كښې برخه اخستلو ته تيار دي۔ده ووئيل حكومت د وزيراعظم فلډ رېليف فنډ 2022 جوړ كړے۔دا فنډ به عطيات قبلوي۔وياند مېډيا ته خواست وكړو چې هغه دې د سېلاب ځپلې مرستې لپ??ره پېغام خپور كړ?? او د دې سخت صورتحال په اړه دې شعور بېدار كړي