اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي مقبوضه جمو كشمير كښ?? د هندي عسكرو ظلم د كشميريانو د حريت جذبې ته زيان نشي رسولے ٬د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونه او د كشميريانو د خواهشاتو له مخې د جمو او كشمير شخړی حل٬سيمه كښ?? امن او د استحكام باوري كولو يواځنۍ لاره ده۔كشميريانو٬پاكستان٬او نړيوالې ورورولۍ د 5 اګست د هند يو اړخيزه اقدام مسترد كړے٬مونږ د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې نړيواله ورورولي دې هند په مقبوضه جمو كشمير كښ?? د بشري حق??نو خلاف ورزو په بابله ځواب وركونكے وګرځوي او د دې پخوانۍ شخړې امن ناكه حل له دې عملي ګامونه واخلي۔په 5 اګست 2022 د كشمير د استحصال ورځې په موقع په خپل پېغام كښ?? صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل په 5 اګست 2019 د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام درې كاله پوره شول ٬په دې موقع مونږ د كشميريانو د ??پل??اكۍ په هلو ځلو كښ?? د هغوي قربانو ته پیرزوئنې وړاندې كوو۔ده ووئيل هند په 5 اګست 2019 د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ګڼو قراردادونو خلاف ورزي كړې۔ده ووئيل په كشمير كښ?? د 5 اګست 2019 نه تراوسه د هند رياستي ترهه ګرۍ كښ?? 650 څخه زيات كسان د عدالت نه غېر قتل شوي۔دغسې د دې نه علاوه د پېلټ ګڼ استعمال څخه په خاص توګه كشميري ځوانان په نخښه كړے كېږي او په هغوي نور ظلمونه هم كېږي۔باوجود د دې د كشميريانو د حريت جذبې ته هندي قابض عسكرو هېڅ زيان نه دې رسولے۔ده ووئيل د 5 اګست 2019 نه پس د مقبوضه كشمير صورتحال په سلامتي كونسل كښ?? درې ځل پورته كړے شوے۔ده ووئيل هند كشميريانو له د ??پل??اكۍ حق وركولو څخه انكار كړے چې په نتيجه كښ?? يې په سيمه ناوړه اثرات مرتب شوي۔ده ووئيل پاكستان به عمر له د كشميريانو په هلو ځلو كښ?? د هغوي سره ولاړ وي۔ده ووئيل مونږ د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې نړيواله ورورولي هند په مقبوضه جمو كشمير كښ?? د بشري حق??نو خلاف ورزو لپاره ځواب وركونكے وګرځوي او د دې پخوانۍ شخړې امن ناكه هواري له عملي اقدامات وكړي۔