اسلام آباد 23 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغان عبوري حكومت لنډ مهاله وزيراعظم ملا محمد حسن اخوند سره د زيارت په ورځ ټېليفوني تماس نيولے او په افغانستان كښې د زلزلې له امله په ځاني او مالي زيان ئې د افغان اولس سره د پاكستان لخوا د يو وا??ي څرګن??ون?? كړې ۔د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د جون په 22مه نېټه كال 2022 په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په ډېر قيمتي ځاني او مالي زيان د پاكستان حكومت او اولس لخوا د يو والي او غمرازۍ څرګن??ون?? كړې۔وزيراعظم په حق رسېدليو كسانو لپاره د بخښنې او ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا كړې ۔وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان په دې سخت وخت كښې خپلو افغانانو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔وزيراعظم افغانستان ته د ب??ړنۍ مرستې وركولو لپاره د پاكستان لخوا د مرستې سامان وركولو تفصيلاتو څخه هم هغه خبر كړو چې پكښې داروګان٬خيمې٬ترپالونه او د كمبلو ترسيل شامل دے۔وزيراعظم ووئيل غلام خان او انګور اډا بارډر كراسنګ پوائنټس د پاكستان روغتونونو كښې سخت ژوبل شوو افغانانو علاج لپاره پرانستې دې۔ده راتلونكو ورځو كښې هم د پاكستان لخوا د مرستې روانې ساتلو باور وركړو۔وزيراعظم د دواړو هېوا??ون?? اولسونو ترمينځه نزدې د ورورورلۍ په اړيكو زور راوړو او د سنګين بشري صورتحال سره مخ افغان اولس له ئې د مرستې وركولو د عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ مقصد لپاره د دوه اړخيزه اړيكود لا قو?? كولو عزم لري