اسلام آباد02 جون (اے پي پي) حكومت د جون د 3مې نېټې نه د پې??روليم مصنوعاتو په بېعو كښې اضافه كړې او د دې نه پس به د پې??رول بېعه ?? 189.86 روپې نه زياتېدو سره 209.86 روپې، د هائي ??پي?? ډيزل بېعه د 174.15 نه زياتېدو سره 204.15 روپې، د لائټ ډيزل بېعه د 148.31 روپې نه زياتېدو سره 178.71 روپې او د خاورو تېلو بېعه د 155.56 روپې نه زياتېدو سره 181.94 روپې لېټر شي. د دې خبرې اعلان د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د زيارت په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړو. د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې شوكت ترين چې آئي اېم اېف سره كومه لوظنامه كړې وه د هغې ل?? مخې د پې??رول او ډيزل په بېعو كښې اضافه كول لازمي وو ګني معيشت ته زيان رسېدل و. ده ووئيل چې پخواني حكومت زمونږ په لار كښې ځائ په ځائ مائيونه په ځائ كړي وو، پاكستان او د هېواد معيشت ښه كول زمونږ ذمه واري ده. ده ووئيل چې پاكستان به نه ډيفالټ كېږي، دا هېواد به قوي هېواد جوړېږي. ده ووئيل چې شوكت ترين چې آئي اېف سره كومه لوظنامه كړې وه د هغې ل?? مخې حكومت د پې??روليم په مصنوعاتو او اېندهن كومه سبسډي نه شي وركولې. د هغې فارمولې ل?? مخې د پې??رول او ډيزل په بېعه كښې 130 روپې اضافه كول و. د خزانې وزير ووئيل چې په يوه مياشت كښې د ډيزل په م?? كښې حكومت ته 54 اربه او د پې??رول په م?? كښې 37 اربه زيان زغمل وي. په مجموعي توګه حكومت ته هره مياشت 91 اربه روپې زيان رسي. ده ووئيل چې دا د مئي تر 31مه نېټه صورتحال و، د مئي د 31مې نېټې نه پس په نړيوال ماركيټ كښې د پې??رول په بېعه كښې لا اضافه شوې ده او په دې م?? كښې به پاكستان ته مياشتې زيان د 120 نه تر 130 اربه روپې ورسي.