اسلام آباد 01 جون(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې جمهوريت مسحتكم كولو سره معاشي خوشحالي ترلاسه كول ممكن دي٬د سياسي استحكام دلارې د نړۍ ځينو هېوادنو د پرمختګ پراؤنه ترسره كړي٬ د سياسي استحكام او پالېسو تسلسل نه غېر معاشي پرمختګ ممكن نه دې٬په هېواد كښې به د آئين ح??مر??ني او قانون سرلوړي باوري كول وي۔ده د دې خي??لاتو څرګندونه ده شورو په ورځ راسته كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔راسته كنفرنس كښې ځوانانو خپل ريسرچ پیپر هم وړاندې كړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان به سږ كال خپله 75 مه سالګره لمانځي٬كتل به وي چې د كال 1988 نه دېخوا په آئيني او جمهوري توګه هېواد قوي شوې دې٬كمزورې شوې يا هم په هغه ځاې ولاړ دې۔ ده ووئيل چې افريقه او د نړۍ ځينې هېوادونه زمونږ څخه وړاندې دي٬ په كال 1960 كښې زمونږ برآمدات 200 ملين ډالر او نن 25 ارب ??الر دي او د سوئېلي كوريا برآمدات 100 ملين څخه زيات??دو سره د 500 نه 600 ارب ??الر ته رسېدلې٬ د سياسي استحكام او پالېسو تسلسل نه غېر معاشي پرمختګ ممكن نه دې۔ده ووئيل چې د پاكستان ځوانانو له پ?? دې خبره اتفاق كول پكار دي چې د آئين سرلوړي ضروري ده٬د پاكستان مسئله سياسي نظام نه بلكې مسئله د آئين احترام نه كول دي٬كه د كوم رياست بنيادي نظام نه وي نو انشتار به وي