اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) حکومت د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان، د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان او د نورو مشرانو د بيانونو جاج اخستو او د دې په رڼا كښې مقدمې درج كولو لپاره كمېټي جوړه كړې ده او داخله و??ير رانا ثناء اﷲ وئيلي دي چې عمران خان د صوابۍ څخه و??له و??لو سره راوتې ٶ٬ فسادي ټولګې په هېواد كښې اړې ګړې خپرول غواړي، چې كله د لانګ مارچ اسلام آباد ته د داخلېدو لاره ونيولې شوه نو په پوليس فائرنګ وشو، په پ??رلمان لاجز او په خېبرپښتونخوا هاٶس كښې هم وسله و??لو ته پناه و??كړې شوې۔ د نهې په و??ځ د كابينې غونډې نه پ?? وفاقي وزير اسعد محمود، او د وزيراعظم سلاحكار قمر زمان کائره سره پ??ېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان تحريک انصاف خپل سياسي ګوند او ټول سركاري وسائل استعمالولو سره اسلام آباد ته داخل شوې٬ د دوي په ګېنګ كښې كريمنل شامل وو او د نورو څانګو كسان هم دلته راوستې شو او دا مجرمانه سياسي اېجنډا چې پكښې د قام تقسيمولو او ځوانان په بې لارې كولو مشتمل ده سر?? په وفاق بريد كړې، په اسلام آباد كښې يو څو ??ره كسان راغونډ شوي وو۔ ده ووئيل د تحريك انصاف د مارچ چې كل?? په ضلع اټك٬ ميانوالي او د اسلام آباد په حدودو كښې لاره ونيولې شوه نو دوي په پوليسو ډزې وكړې او په و??له و??ل ډول ئې پوليس يرغمال كړل۔ ده ووئيل كله چې د سپريم كورټ آرډر راغلو چې لارې دې پرانستل شي، او دوي دې پرېښودل شي او دوي ت?? په اېچ نائن كښې د جسلې اجازه و??كړې شوه او كومې لپاره چې مونږ انتظامات هم وكړل٬ د دوي مقصد دلته جلسه ??و سياسي هلې ځلې كول نه ٶ بلكې دوي دلته اړې ګړې خپرول غوښتل۔ ده ووئيل دوي ته د سپريم كورټ څخه چې كله موقع ترلاسه شوه نو دې يوې لمحې لپاره ئې سوچ ونه كړو چې دوي به جلسه كوي بلكې دوي دا اراده كړې وه چې ډي چوك ته به خامخه ځي، په ډي چوك كښې د تحريک انصاف درې څلور زره كسان راغونډ شوي وو، د دې ټولو تعلق يوې صوبې سره ٶ٬ دا خلق يو دوه و??ځې وړاندې راغلي وو، مونږ د يو يو نوم درج كوٶ٬ دوي په پ??رلمان لاجز او خېبرپښتونخوا هاٶس كښې پاتې شوي، د پارلمان لاجز كښې د ګرد هېواد غړي مېشته دي٬ پي ټي آئي دلته و??له و??ل كسان جمع كولو سره لويه غلطي كړې، عمران خان د عدالتي احکاماتو نه پ?? ډي چوك ته د تګ اعلان كړې ٶ دا نه يوازې د سپريم كورټ د حكم خلاف ورزي وه بلكې د عدالت توهين ٶ