اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) ??در ډاکټر عارف علوي د متحده عرب امارات (يو اے اي) سف??رتخانې دوره كولو سره د پخواني ??در شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه شاهي كورنۍ٬ اولس او د يو اے اي حكومت سره غمرازي ښكاره كړې۔ ??در د متحده عرب امارات د پخواني ??در په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل د شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه د پاكستان اولس غمژن دے ځكه چې ارواښاد د پاكستان رښتنے او مخلص دوست ٶ۔ ده ووئيل د پخواني ??در ??رګ سره دواړو هېوادونو ته لوي زيان رسېدلے۔ ده ووئيل پاکستان د متحده عرب امارات د شاهي كورنۍ او اولس په غم كښې برابر شريك دے ۔ د ارواښاد شېخ خليفه بن زيد النهيان پاكستان لپاره خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ??در عارف علوي ووئيل د اورواښاد په قيادت كښې د پاکستان او متحده عرب امارات اړيكې لا قوي شوې۔ په دې موقع ??در د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي لا ښه او مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ دغسې د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم س??لم الزابي د ??در مملكت عارف علوي غمرازۍ لپاره د سف??رت په دوره كولو د ده مننه كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه مضبوطې اړيكې قائم دي۔ ده ووئيل د متحده عرب امارات په اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستانيانو د كردار هم ستائنه وكړه