اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په موجودہ حالاتو كښې د وخت څخه وړاندې ټاكنې ښه آپش ګرځولو سر?? وئيلي دي ما ته د عدم اعتماد، استعفيٰ يا ټاكنو كولو درې آپشنز راكړے شوي ،موجودہ حالاتو كښې زر ټاكنې ښه طريقه ده، د استعفيٰ سوچ هم نه شم كولې، قام ته وايم كله چې هم ټاكنې كېږي تاسو هېواد په سم لوري روانولو لپاره تحريك انصاف په زيات اکثريت سر?? کامياب کړې ،ما سر?? د خپل اقتدار نه د اولس فكر دے، د کپتان په حيث سر?? د اتوار ورځې لپاره پلان جوړ کړے شوے ، تر آخري بال به مقابله كوم،عمر له غواړم چې پوځ قوي وي، داسې كوم كار به نه كوم چې ورسره پاكستان كمزورے شي، سياست كښې د غلو احتساب لپاره راغلے ووم، د احتساب عمل ځنډولے شوے او تاخيري حربې استعمال کړے شوي، د احتساب عمل كښې خنډان راولاړول به هېواد سر?? غداري وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په شپه نجي ټي وي چينل ”اے آر وائي” سر?? مركه كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل كوم هم سازش چې كېږي په هغې كښې مير صادق او مير جعفر وي،ما ته د اګست مياشتې څخه اندازه وه چې زما په ضد سازش روان دے ، نواز شريف لندن كښې ملاقاتونه كول ، حسين حقاني په شان وګړي د نواز شريف سر?? ملاقاتونه كوي، د ايجنسۍ رپورټ ؤ چې وګړي دلته څخه لندن ته ځي او راځي، هېواد غلام جوړولو لپاره داسې وګړي پكار دي،داسې كسان پكار دي كوم چې د ذاتي ګټې لپاره هېواد قربانوي، ده ووئېل زمونږ دښمنان پاكستان ماتول غواړي ، په 7 مارچ مونږ ته مراسله ترلاسه شوې ، نواز شريف آخري ملاقات په 3 مارچ كړے ، د نواز شريف لور په ډاګه په پوځ تنقيد کړے ، مونږ به چرې هم د پوځ په ضد خبره ونه كړو۔ده ووئيل نواز شريف سر?? هغه په رابطه كښې دي كوم چې د پوځ په ضد دي ٬ نواز شريف چې هېواد ته څومره زيان رسولو هغه ئې رسولے او دومره كوم بل چا نه دے رسولے ، ده ووئېل نواز شريف او آصف زرداري کرپشن د قبلولو وړ ګرځولے، هغوې هڅه كوي چې اقتدار كښې راشي،هغوې به تر ټولو اول نيب ختموي، هغوې د هېواد ادارې تباه كولو خپل مقاصد ترلاسه كولو هڅي كوي، ده ووئېل د مشرف لويه غداري مارشل لاء نه اين آر او وه ، د مسلم ليګ (ن) لارښود خواجه آصف بيان په اوريدو سر?? حيران شوے يم،هغه وائي زمونږ امريکا مرسته كوي ، خواجه آصف څخه پوښتنه كوم بيا د انګريزانو څخه د آزادۍ ترلاسه كولو څه حاجت ؤ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل كه حکومت ځي او ما ته زيان رسي نو هم به اين آر او ورنه كړم ، دغه غلو مونږ په نړۍ كښې ذليل كړې يو، بايد د پاکستان آزاده خارجه پاليسي وي ، روس، امريکې او د چين پشمول ټولو سر?? ملګرتيا غواړو ، د 80ء لسيزه كښې پاکستان لوئ فرنټ لائن اسټيټ ؤ ،ده ووئېل د امن برخه به ګرځو ، د چا په شخړو كښې به نه شريكېږو،د هند خارجه پاليسي ته دې وكتلے شي۔ ده ووئيل د هند د خارجه پاليسۍ په وجه د هغوې د پاسپورټ عزت دې وكتلے شي، ذوالفقار علي بھټو د او آئي سي غونډه رابللې ، هغه ئې څنګه مړ كړو ، دې ګوندونو هغه وخت هم د بھټو په ضد سازش كولو ، د فضل الرحمان او نواز شريف ګوندونه د سازش برخه وؤ ،ده ووئېل وئيلي شوي چې كه عمران خان په عدم اعتماد كښې كامياب شو نو پاکستا?? به مشکلات سر?? مخ شي ، عمران خان كه به حکومت كښې ؤ نو پاكستا?? به يواځې شي ، مراسله كښې وئيلي شوي كه تحريك عدم اعتماد كښې ماتې سر?? مخ شو نو پاكستا?? به معاف كړے شي ، ده ووئېل مراسله ليكونكو ته معلومه ده چې راتلونكي به زمونږ ملګرتيا كوي ، زما سر?? ټول رپورټس شته ،څوك د چا سفارتخانې ته ځي ، کوم سياستمدار ، اينکر، خبريال كومې سفارتخانې ته ځي ، د هر څه نه خبر يو ۔ ده ووئيل مريم نواز سر?? د غير ملکي سفارتخانې وګړي ولي ملاقات كوي،تير وخت كښې به په يو كال كښې هر څه منلے كيدل ،په وړومبي ځل داسې كس راغلے كوم چې آزاده خارجه پالسي راوړې، بهر هېوادونه په باضابطه ډول وائي ، ځكه هغوي ته د وړاندې نه د عدم اعتماد معلومه وه ، د دې مطلب 5، 6 مياشتو څخه پلاننګ روان ؤ ، ده ووئېل حکومت له دهړكې وركړې كيدې،دې څخه لويه بله كومه خبره كيدې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا سازشيا?? به زما کردار کشي هم كوي ، د اوس نه ورته وايم ،ووومبۍ ميرمن كور څخه بهر نه راوځي ،د هغې په ضد هم كمپائنونه كېږي،ما ته خطر شته خو زه به په په قلاره نه كېښنم ،تر آخري بال به لوبيږم ، کردار کشي لپاره جلا جلا كمپائنونه جوړ شوي ۔ ده ووئيل زما او زما د كوروادنې کردار کشۍ لپاره بهر څخه روپۍ راغلې،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې هم هغه وخت زما په ضد كمپائن چلېدلے ؤ ، اخبارات كښې زما په ضد څه ډول خبرونه لګولې شوې وو ، ده ووئېل ما ته طالبان خان وئيلے شوے ؤ٬ دغه زمونږ جنګ نه ؤ ، دا ميډيا ټيکټس دي ، ورځپاڼو له روپۍ وركړې كيدې ، په ميډيا كښې به روپۍ چليدې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل خېبرپښتونخوا كښې بلدياتي ټاكنې اوګورې ، مونږ كلين سويپ کړے ، ټولو له بلنه وركوم چې بهرنې سازش ته اوګوري ، شهباز شريف له بلنه وركړے شوے هغه غونډې له نه دے راغلے ، شهباز شريف دې لپاره بائيکاټ کړے ځكه چې هغه د سازش برخه دے ، هغه د قام غدار دے ، قام دې هغوې اوپيژني ۔ ه ووئيل كه تحريك عدم اعتماد ناکام شي نو ټاكنې ښه آپشن دے، په ټاكنو كښې به معلومه شي ، هغوې به هېواد څنګه چلوي ،چرې داسې شوې چې بندر بانټ وي ، شهباز شريف سر?? نه خبره كوم او نه به ئې وكړم، ۔ ده ووئيل اوس د سوشل ميډيا دور دے، اپوزيشن ګڼي چې وګړو هغه هير كړے، مراسله د قامي سلامتيا معامله ده، بهر څخه د حكومت ختمولو هڅه كېږي٬ دې څخه زياته بله څه دهړكه كيدې شي ، مراسله كښې د حکومت هم نه د عمران خان نامه ده ، مراسله كښې ليكلې شوي حکومت نه عمران خان اخوا كړې، مراسله كښې وئيلي شوي روس ته د تللو پريكړه عمران خان يواځې كړې ؤ، ما كوم دولت جوړولو چې ما وئيل چې ما ته د پوځ نه خطر پیښ دے ، ده ووئېل ما د نواز شريف په شان د مودي سر?? پټ پټ ملاقات نه كول ، ما د حسين حقاني د لارې امريکنيانو ته مراسله نه ليږله، د آئي اېس آئي پخواني مشر جنرل فيض تر نومبر د افغانستان په وجه ساتلو خبره مو كړې وه۔ وزيراعظم ووئيل پاك پوځ ته د اپوزيشن لارښودو د کرپشن د وړاندې څخه معلومه ده ، هغوې به كرپشن كولو ځكه هغوې ته د پوځ څخه خطر ؤ،زمونږ د حكومت او پوځ په شان کوآپريشن د بل چا نه ؤ ، آرمي چيف ډي نوټيفائي خبره د (ن) ليګ ډس انفار??يش?? كمپائن ؤ،عمر له غواړم چې پوځ قوي وي ، كوم داسې كار به نه كوم چې ورسره پاکستان کمزورے وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ټولو ته معلومه ده چې مونږ بې بسه ؤو ، اولس كه اوغواړي چې هېواد سم شي نو مونږ دې زيات اکثريت سر?? كامياب كړي، هېواد كښې كه ټاكنې وشوې نو په لا اکثريت سر?? به راشوو