اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي)د پاكستان پخوانې سفير نجم الثاقب وئېلي دي ??ې تاريخ ګواه دے چ?? په افغانستان كوم هم بهرنې قوت قابض پاتې كېدې نه شي٬ د افغان مسئل?? په سمدستي توګه حل ضرورې دې٬په ??ې لړ كښې به اسلامي هېوادونو له په ګډه خپل رول لوبول وي۔ د نه?? په ورځ د پي ټي وي پروګرام د كابل آواز كښ?? په خپل خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په هر فورم د افغان ستونزه پورته كوي٬په اسلام آباد كښې روان د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې يۍ هم د افغان مسئله رامخې ته كړه او هيله ده چې د او آئي سي كنفرنس په شريكه اعلاميه كښې به د افغان مسئل?? په اړه پېشرفت وشي٬په كوم ډول چې د اسلامو فوبيا په معامله ټولو اسلامي هېوادونو د يو والي څرګندونه كړې٬كه چرې دغسې د افغان په ستونزه هم يو ډول غږ پورته كړی شو نو د دې به ضرور مثبتې نتيجې ترلاسه شي۔پخواني سفير ووئيل كه په موجوده حالاتو كښې افغانستان يوازې پرېښودلې شو نو يواز?? په منطقه نه بلك?? په ټوله نړۍ به د دې منفي اثرات مرتب شي۔نړيوالې ورورولۍ له پكار دي ??ې هغه د افغانستان ستونزې ته خاص پام وكړي او د دې ??نج??د اثاثو بحال كولو لپاره ذمه دارانه كردار ترسره كړي دغسې چې د افغانستان معيشت يو ځل بيا په خپلو پښو ودرېږي۔ده ووئيل چې د او آئي سي په كنفرنس كښې د كشمير په مسئله خبرې شوې دي٬ د او آئي سي د عموي سېكتر د كشمير په مسئله بيان د پاكستان د اصولي دريځ عكاسي كوي