اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه ??حم??د قريشي سره د جمهوريه مصر خارجه وزير سامح حسن شكري په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو. د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وشوې. خارجه وزيړ مخدوم شاه ??حم??د قريشي د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل په 48مه غونډه كښې ګډون لپاره په راتګ د مصري خارجه وزير مننه وك??ه. ??ه ووئيل چې دا غونډه په يو داسې وخت كښې كېږي كله چې پاكستان خپله 75 ك??نه سالګره لمانځي. خارجه وزير مخدوم شاه ??حم??د قريشي ووئيل چې مصر د منطقې يو مهم ورور هېواد دے. خارجه وزير په مئي كال 2021م كښې په فلسطين كښې جنګ بندې لپاره د هڅو په مهال د مصر د كردار ستائنه وك??ه. ??ه د دواړو هېوادونو د ټاكل شويو استازو ترمېنځه د پارلماني روابطو په وده زور راوړو. دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او مصر ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره د عزم څرګندونه وك??ه. ??ارجه وزير مخمدو شاه ??حم??د قرېشي ووئيل چې مونږ د صدر عبدالفتاح السيسي د پاكستان د دورې په انتظار يو. د مصر خارجه وزير سامح حسن شكري په تود هركلي او كوربتوب كولو د خارجه وزير مخدوم شاه ??حم??د قريشي مننه وكړه.