اسلام آباد 17مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان سياست د اولس سياست دے٬عدم اعتماد به د اولس په طاقت ناكامه كوو٬د نواز شريف او زرداري مقصد په سياست كښې پيسه جوړول دي۔د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر او د توان وفاقي وزير حماد اظهر سره ??وځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې تېره ??رځ مونږ وئېلي وو چې ايكشن به اخلو او د دې نه پس ټولې لوټې رامخې ته شوي دي۔وزيراعظم عمران خان سره ??ږ وخت وړاندې زمونږ ملاقات شوې٬زمونږ دريځ واضحه دې مونږ خپل حكومت بچ كولو لپاره ??وم ډول بليك مېلنګ لوټا كريس?? او سودا رد كوو۔ده ووئيل چې د نواز شريف او زرداري يو بزنس ماډل دې ??ې پيسې ولګوه٬حكومت ته راشه او بيا پيسې وګټه٬ده ووئيل چې د دې ماډل د كال 1990 د تورې لسيزې نه پېل شوې۔د پاكستان په اولس اوس فرض دي چې هغه توره ??سيزه رد كړ?? او د عمران خان په ملاتړ كښې ودرېږي۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې يوې مېرمنې غړې ته 7 كروړه روپۍ وركړې شوي دي٬دا پيسې د كوم ځاې نه راځي٬د سندھ حالت داسې دي چې هلته خلك د څښكلو پاكې اوبه نه لر?? او دوي په جهازونو كښې دلته پيسې راوړي۔ده ووئيل چې سندھ هاؤس كښې نن چهانګا مانګا جوړ كړې شوې و۔په سندھ هاؤس كښې سوداګر د ټاكلې شويو غړو د ضمير په اخستلو او خرڅولو بوښت دي۔د يوې پوښت??ې په ځو??ب كښې وفاقي وزير ووئيل كه مونږ هم اخستل او خرڅول وكړل نو د تحريك انصاف او پيپلز ګوند يا ن ليګ ترمينځه به كوم فرق پاتې شي٬مونږ به چاته پيسې ورنه كړو او نه به بارګين وكړو۔په پيسو بولي لګ?? او په مونږ او دوي كښې هم دا فرق دې