اسلام آباد۔3مارچ (اے پی پی) امريكا لپاره د پاكستان په برآمداتو كښې د روان مالي كال په مهال 44 فيصده اضافه شوې ده۔ د سټېټ بېنك آف پاكستان (اېس بی پی) د شمېرو له مخې د روان مالي كال په اولنيو 7 مياشتو كښې ( جولائي – جنورۍ 22-2021) امريكا ته د 3862.642 ملین ډالرو ماليت برآمدات وكړ?? شول۔ تېر كال دومره موده كښې د قومي برآمداتو د لارې د 2677.208 ملین ډالرو زر مبادله ګټل?? شوې وه۔ دغسې د تېر مالي كال په مقابله كښې د روان مالي كال په اولنيو 7 مياشتو كښې په شويو قومي برآمداتو كښې 1185.434 ملین ډالره یعنی 44.27 فیصده ښكاره اضافه ريكارډ كړ?? شوه۔ د اېس بي پي لمخې د تېر مالي كال په مقابله كښې د روان مالي كال په اولنيو 7 مياشتو كښې په مجموعي قومي برآمداتو كښې 27.36 فیصده اضافه شوې او د برآمداتو حجم د 13.914 اربه ډالرو په مقابله كښې 17.722 اربه ډالره ته رسېدلې دې۔