پنډدادنخان 19فروری (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې بايد د هېواد وزيراعظم او د اولس نمائنده هغه څوك وي كوم چې د خلقو په عزت كښې اضافه وكړې شي، د عمران خان د لېول كوم ليډر په پاكستان كښې نشته، زمونږ مخالفين په سياستي توګه وړوكي دي، د دوي غږ په نړيواله كچه نه اورېدل كېږي، د اسلاموفوبيا پشمول په بېلا بېلو معاملو نړيوالې ټولنې د عمران خان دريځ تل اورېدلې، د چين دورې په مهال د وزيراعظم عمران خان تود هركلې شوے. د خالي په ورځ په پنډدادنخان كښې مېډيا سره ??ه خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل چې 23 كاله پس كوم هم پاكستانې ليډر د ماسكو دوره كوي، د وزيراعظم عمران خان د روسيې دوره به ګېم چېنجر ثابته شي، د چين نه پس روسيې سره د پاكستان مستحكمې اړيكې جوړېږي. ده ووئيل چې كه مريم نواز د لندن څخه خپلې پېسې راوړې نو حالات به ډېر ښه شي، كه مريم نواز احساس لري نو خپل پلار او وروڼ?? ته دې ووائي چې د پاكستانيانو پېسه بېرته راوړي. ده ووئيل چې زمونږ په ضد چې څوك عدم اعتماد راوړل غواړي، د هغوي د كور خ??ق هم په هغوي اعتماد نه كوي. اپوزيشن په سېنېټ كښې اكثريت سره خپل ووټونه پوره نه كړے شول، كه اپوزيشن جرات لري نو سبا دې عدم اعتماد راوړي. ده ووئيل چې د عمران خان حكومت په وفاق او پنجاب كښې هېڅ خطر نه لري. ده ووئيل چې جهانګير ترين سره زما د احترام رشته ده، هيله ده چې هغه به ګوند سره پاتې شي. وفاقي وزير ووئيل چې د مراد سعيد په ضد محس?? بېګ چې كومه ناوړه ژبه كارولې، په دې اېف آئي اے كارروائي كړې، د پاكستان يو وګړے هم د محس?? بېګ په شان د خبرو ملاتړ نه شي كولې. قانون هغه ته احترام زده كول غواړي، مراد سعيد رامخې ته كېدو سره په معامله اېف آئي آر درج كړے، ټول قوم هغه سره ولاړ دے.