اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت كروندګرو ته جديد زرعي آلات٬ معياري ت??م او په سره سبسډي وركوي، د کسان کارډ په سبب د سبسډي اصل ګټه كروندګرو ته ترلاسه كېدل پكار ده، د كروندګرو حقونو تحفظ لپاره دې نوي قوانين جو?? كړے شي او ټولو شراكتدارو سره دې مشاورت باوري كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ور?? د كركيلې په خاص توګه د پومبې پېداوار زياتولو پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په عونډه كښې وفاقي وزيران شوکت ترين، سيد فخر امام، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد ٬ د پنجاب د كركيلې وزير سيد حسېن جهانيا او لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د اېكړ په سر پېداوار زياتولو لپاره جديد ټېكنالوجي كارول ضرورې ده۔ ??ه غونډه كښې د معياري ت??م پېداوار زر تر زره ممكن كولو لپاره د بېن الوزارتي كمېټۍ جوړولو منظوري وركړه ۔ ??ه غونډه كښې د پاكستان کاټن اتھارټۍ جوړولو اصولي منظوري وركړې شوه او اتهارټي به د معياري ت??م وركول ، مانيټرنګ او پېداوار زياتولو لپاره تححقيق كوي۔ ??ه غونډه كښې د پومبې كروندګرو حقونو تحفظ لپاره د نوي قوانين جوړولو هم منظوري وركړې شوه ۔ غونډه خبر كړې شوه چې دا مهال د 4.17 مېليونه ټ??ه غنمو ذخيره موجود ده، په سره وفاق او صوبائي واكمن په ګډه 15.5 اربه روپۍ سبسډي وركوي۔ د وزيراعظم امر له مخې فارمرز فورم جو?? كړے شوے چې مشري ئې د غذائي ت??فظ وفاقي وزير كوي،د دې فورم مقصد په پاليسي چارو كښې د كروندګرو نمائندګي باوري كول او د دوي مسئلې زر تر زره حل كول دي۔ دغسې وزيراعظم د قامي كاټن كنفرنس كولو منظوري هم وركړه۔ وزيراعظم د صنعت وزارت ته سپارښتنه وكړه چې هېواد كښې د ډي اے پي سرې ځائي پيداوار لپاره پلانټس لګولو له دې فزېبلټي رپورټ مرتب كړے شي