اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې قونصلر سروسز ل??ار?? د سنټرل کوآرډينېشن کمېټۍ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د اسټېبلشمنټ وفاقي سېكتر٬ د قانون او انصاف وفاقي سېكتر٬ د نادرا چيئرمېن او اړوند وزارتونو اعلی چارواكو ګډون وكړو او د پنجاب چيف سېكتر او د خېبرپښتونخوا هوم سېكتر د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښ?? خپل ګډون باوري كړو۔ خارجه وزير د كمېټۍ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو ته ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د سمندرې پورې پاكستانيانو په خېرښګړه كښې خاص خوښي لري٬ د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې مونږ د ق??نصلر سروسز پحقله ډېر ښه مثبت بدلونونه معرفي كړې دي، په دې لړ كښې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې مهمه غونډه شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ يو شمېر سفيرانو په دغه غونډه كښې ورچوئل ګډون وكړو او وزيراعظم يۍ اوورسيز پاكستانيز ته د وركړې شوې قونصلر خدماتو تفصيلاتو په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په خاص امر قونصلر سروسز ل??ار?? سنټرل کوآرډينيشن کمېټي جوړه كړې شوې چې لومړۍ غونډه ئې نن كېږي٬ په قونصلر سروسز كښې د مشين ريډاېبل پاسپورټ اجراء، د قامي شناختي کارډ تجديد، ويزه سروسز، د شهريت تصديق او د ايمرجنسي سفري دستاويزاتو اجراء پشمول يو شمېر خدمات شامل دي كوم چې په ګرده نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې بهر مېشته پاكستانيانو ته وركوي۔ خارجه وزير ووئيل د ق??نصلر سروسز بهترۍ له د اړوند وزارتونو ترمېنځه نزدې تړون د اهميت وړ دے۔ ده ووئيل زما په امر ټول سفيران بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو ته د رامخې ته كېدونكو ستونزو په وخت ازالې ل??ار?? باقاعدګۍ سره عملي اقدامات كوي ٬ اووسيز پاكسانيانو ته سهولت وركولو ل??ار?? پاور آف اټارنيز تصديق آن لائن كړې شوې دې۔ د نادرا چيئرمېن طارق ملك خارجه وزير د نادرا لخوا په پاكستاني سفارتخانو كښې د نادرا نوې پرانس??لې شويو كاٶنټرز او د وړاندې كوٶنكو خدماتو تفصيلاتو نه خبر كړو