اسلام آب??د۔2فروری (اے پی پی) د سپریم کورټ آف پاکستان تر ټولو مشر جج جسټس عمر عطا بندیال د چیف جسټس آف پاکستان په حېث سوګند پورته كړو۔ د شورؤ په ورځ په ايوان صدر كښې يوه پروقاره دستوره ??ښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي له ده څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو په دستوره ??ښې وزيراعظم عمران خان پ?? خصوصي توګه ګډون وكړو۔ په دستوره ??ښې په نورو ګډون كوؤنكو كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ دوهم سپيكر قاسم خان سوري ٬ وفاقي وزيران چوهدري فواد حسېن ٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر نسيم فروغ په شمول نور وفاقي وزيران ٬ دوهم وزيران ٬ پارليماني غړي٬ د وكلاﺀ تن??يمونو عهدېداران او سول او پوځي چارواكي شامل وو۔ په دې موقعه د جسټس عمر عطا بنديال د چيف جسټس آف پاكستان په توګه د تعينات كېدو نوټيفكېشن واورولې شو۔صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د سپریم کورټ تر ټولو مشر جج جسټس عمر عطا بندیال چیف جسټس آف پاکستان غوره ??ړو۔ د ده د تعيناتۍ نوټيفكېشن به د فرورۍ 2 مې نېټې نه نافذ العمل وي۔ ده نه وړاندې چیف جسټس آف پاکستان جسټس ګلزار حسېن تېره ??رځ د فرورۍ په وړومبۍ نېټه د ملازمت مودې په ترسره ??ېدو خپل منصب څخه اخوا شوے وو