اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان د کشمیریانو د خپ??وا??ۍ حق لپاره په خپل لوظ كلك ولاړ دے٬ نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید په مقبوضه جمو کشمیر کښې د هند جنګي او د انسانيت په ضد روانو جرمونو په اړه كارروائي وكړي۔ د شورؤ په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ ??ښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د رايو شمېرې لوظ تر دې دمه ترسره نه شو او دا ځكه چې هندوتوا د مودي حكومت په مرسته د سلامتي كونسل د قراردادون?? ٬ ?? بشري خواخوږۍ قوانينو او د څلورم جنېوا كنونشن په شمول د نړيوال كنونشنز خلاف ورزي كوي او په غېر قانوني توګه د قبضه كړې شوي كشمير حېثيت او د ودانۍ تناسب بدلولو هڅه كولو سره جنګي جرمونه كوي۔ وزيراعظم ووئيل نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید په مقبوضه جمو کشمیر کښې د هند د جنګي او د انسانيت په ضد د روانو جرمونو په اړه كارروائي وكړي ولې چې كشميري اولس هندي قبضه او ظلم او جبر مسترد كړې او د دې په ضد ئې خپلې هڅې روانې ساتلې د??۔ هغه ووئيل پاکستان د کشمیریانو د خپ??وا??ۍ حق لپاره په خپل لوظ كلك ولاړ دے