اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري سره په پاكستان كښ?? د قازقستان سفير يرزان كستافن سره د خپل پلاوي د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښ?? ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د قازقستان مذهبيونو ترمينځه همغږۍ سنټر مشر بولت سارسن بايوف٬د مذهبي چارو اېډېشنل سېكرټري سيد انوالحسن بخ??ري او د مذهبونو همغږۍ جوائنټ سېكرټري ارشد فريد خان هم موجود وو۔په ملاقات كښ?? په دوه اړخيزه اړيكو٬ د مذهبي٬كلتوري او تجارتي مرستې په وده تفصيلي خبرې اترې وشوی۔پير نورالحق قادري ووئيل د وزيراعظم په خواهش د قازقستان لپاره ډېر زر نيغ په نيغه پروازونه به پیل شي٬زمونږ ګڼ شمېر مذهبي مشاهير د مينځنۍ آسيا څخه راغلې وو٬ثمرقند٬بخاره٬خوارزم٬د ماورائے نهر سيمه د علم او هنر مر??ز پاتې شوې۔ ده ووئېل صوفيائے كرام په خپل طرز عمل او ښو اخلاقو د خلكو اصلاح كړې۔ده ووئيل زمونږ په هېواد كښ?? مسيحي٬سكھ٬هندو٬بهائي او د كېلاش مذهب خلك موجود دي٬نزر بايوف ووئيل مونږ يوازې په سياسي توګه تقسيم يو٬په مذهب٬كلتور او تاريخي اعتبار سره مونږ يو خلق يو۔قازقستان به ډېر زر د مذهبونو همغږۍ كنفرنس كوربتوب وكړي۔د مذهبونو همغږۍ سنټر مشر نذربايوف یه دې مهال ووئيل د مذهبونو همغږۍ په كنفرنس كښ?? به د 70 هېوادونو نه تر 160 مذهبي لارښود ګډون كوي۔هغه د مذهبي چارو وفاقي وزير ته په كنفرنس كښ?? د ګډون كولو خاص بلنه وركړه۔د قازقستان سفير ووئيل د قازقستان خلك هم ترك نسل دي٬مونږ د دواړو هېوادونو ځوانانو ترمينځه اړيكو ته وده ورك??ل غواړو۔ده تجويز وركړو چې د يو بل تاريخي ډرامو او فلمونو تبادلو څخه ځوان نسل يو بل ته نزدې كولې شو۔