اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي ذي چې حكومت د مسيحي ??ولنې پشمول د اقليتونو د ټولو ستونزو حل كولو عزم لري، د ناله لئي ا?? پېنډې رنګ روډ د پر??ژو په منظورې د وزيراعظم او د پنجاب وزيراعلٰی مننه كوو. د زيارت په ورځ د سي ډي اے په مركزي دفتر كښې د كر??مس په مناسبت دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د كر??چن كميونټۍ د استوګنې مسئلې حل كولو لپاره به هڅې كوم، دوي لپاره به كالونې جوړولې شي. ده ووئيل چې د دوي آبادكارې لپاره كار كوو. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې د سيالكوټ پېښې په نتيجه كښې هېواد بدنام شوے او دې پېښې سره نړۍ ته غلط پېغام تللې. ده ووئيل چې پاكستان سوله ايز هېواد دے او دلته ټول مذهبونه مذهبي آزادي لري ا?? ټول مذهبونه يو بل سره ښې اړيكې لري. ده ووئيل چې كه د كر??مس په موقع د دسمبر تر 25مه نېټه مسيحي ??لازمينو ته تنخا ورنه كړې شوه نو زه به ئې په خپله نوټس اخلم. وفاقي وزير ووئيل چې د ناله لئې پروژې نه پس به د خپل سياست پرېكړه هم كوم. وفاقي وزير مسيحي ??ولنې ته د كر??مس په موقع مباركي هم وركړه. ده په سي ډي اے كښې په عارضي توګه د كار كوونكو مسيحي ??ولنې د مستقل كولو اعلان هم وكړو او وې وئيل چې بورډ د دې منظوري وركړې، كوم كسان چې پاتې دي، په مېرټ به قانوني تقاضې پوره كولې شي.