اسلام آباد 19دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو د كونسل په 17مه غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپ??ره راغلې د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالله ليدلي دي٬دواړو لارښودو د افغانستان صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالله ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال په جيو سټريټجك ماحول او په خاص توګه د افغانستان په صورتحال٬دف??عي او امنيتي مرسته او د پاك ايران بارډر سېكورټي مېكنزم پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې پاكستان او ايران شريك تاريخ٬مذهب او كلتور لرونكي ګاونډيان دي٬ پاكستان ايران سره تاريخي د ورورولۍ ا??يكو ته اهميت ورك??ي۔ د ايران خارجه وزير د افغانستان په صورتحال كښې د پاكستان كردار و??تا??ېلو۔