اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز ??عو??ن وئېلي دي پاكستان مسلم ليك(ن)د خپلو حكومتونو په مهال نېب د ذاتي مفاداتو لپاره كارولے ٬شريفې كورنۍ د بدعنوانو د لارې بهرنو هېوادونو كښې اثاثې جوړې كړي٬خو د تحريك انصاف د حكومت په مهال نېب د بدعنوانو عناصرو په ضد د فرق نه ??ېر پلټنې كوي۔د ګل په ورځ نجي ټي ??ي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د پخوانو حكومتونو د كرپشن له امله قامي ادارې تباه شوي خو د تحريك انصاف حكومت په اقتدار كښې د راتللو نه پس د نېب پشمول د نورو قامي ادارو مضبوطولو لپاره عملي اقدامات كړي او ټولې ادارې په خپلواكه توګه په خپله دائره كښې كار كوي۔