اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ځوانانو ته د لوبو اسانۍ وركول د حکومت په لوموړو ترجيحاتو کښې شامل دي ٬ په ځائي كچه په لوبو كښې ګډون باوري كولو سره به صلاحيت لرونكو ځوانانو ته فرصتونه وركوؤ۔ وزيراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د قامي سپ??رټس پالېسۍ او د پاكستان سپ??رټس بورډ د انتظامي ډھانچې بيا د سره جوړولو په اړه د رابللې شوې لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان سپ??رټس بورډ به رېګولېټر په توګه كار كوي۔ پاكستان سپ??رټس بورډ به ځوانانو ته د لوبو معياري آسانۍ وركول باوري كوي۔ وزیرِ اعظم زياته كړه چې په هېواد كښې په لوبو كښې د ځوانانو ګډون سوا كېدو سره به د لوبو معيار پياوړې شي۔ هغه ووئيل پاكستاني ځوانانو كښې د نړۍ د هر مېدان فتح كولو صلاحيت موجود دے۔ غونډې ته د پاکستان سپ??رټس بورډ انتظامی ډ??ان??ی ٬ نېشنل سپ??رټس پالېسۍ، په دې لړ كښې د صوبو مشاورت او د لوبو ودې لپاره د پورته كړې شويو ګامونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د بېلو لوبو فېډرېشنز لپاره هدايات هم جاري كړې شوي دي۔ د بريفنګ په مهال غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته صوبو سره د نېشنل سپ??رټس پالېسۍ جوړولو حوالې سره د مشاورت په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔غونډې ته په لويو ښارونو كښې د هاكي ټر?? په اړه هم ووئيلې شؤ۔ په اسلام آباد كښې په دې بشپړه كار شوے دے او واہ کینټ، فېصل آباد، کوئټه، پېښور ، مظفر آباد او ګلګت كښې په دې تندۍ سره كار روان دے۔ وزیرِ اعظم عمران خان په روانو منصوبو په ټاكلي وخت كښې د كار بشپړ كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فرخ حبيب٬ د څلورو واړو صوبو د سپ??رټ وزيرانو٬ د پاكستان سپ??رټس بورډ چيئرمېن او اړونده اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د خيبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د ويډيو لنک د لارې په غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔