اسلام آباد 12نومبر(اے پی پی)د ??فغ??نستان لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي د دې خبرې تصديق كړے چې په كابل د قبضې نه پس د هېواد 75 فيصده انجونې سكولونو ته بېرته راغلي٬په ??فغ??نستان كښې د پاكستان مخالف عناصر نه دي پاتې٬نوے حكومت بشپړه هڅې كوي چې د ??فغ??نستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد استعمال نه شي۔ده د جمعې په ورځ انسټي ټيوټ آف سټراټېجك سټډيز اسلام اباد كښې د سنټر فار ??فغ??نستان٬مينځني ختيز او د افريقې د سيوري لاندې په خپله عوامي مباحثه كښې په ??فغ??نستان كښې د انجونو تعليمي حقونو صورتحال په اړه د يوې پوښتنې ځواب وركولو۔ده ووئيل 75 فيصده جينكۍ سكولونو ته بېرته راغلي او خپل تعليم يې پېل كړے٬ده په ګوته كړه چې نړيواله ورورولي د تضاد ښكار ده٬يو پلو د مېرمنو په تعليم زور راوړي او بل پلو د استاذانو تنخاګانو ته پام لرنه نه كېږي ځكه چې د هېواد اثاثې منجمد دي چې له امله يې تنخاګانو وركولو كښې ستونزې رامخې ته كېږي۔ده د ??فغ??نستان عبوري حكومت په ضد د غېر ملكي مېډيا منفي كمپائن ذكر كولو سره دغه د حقيقت په ضد ګرځولے ۔په دې حقله ده ووئيل پنځه لكه دولتي ملازمانو ته او?? تنخاګانې وركړې كېږي دغسې د سياسي نظريات په بنياد تراوسه كوم ملازم د نوكرۍ څخه نه دے اخوا كړے شوے او نه كومه مېرمن د نوكرۍ څخه اخوا كړې شوې او نه تنخاګانې كمې كړی شوي۔ده ووئيل په ??فغ??نستان كښې درې زره كلينكس او روغتونونه موجود دي كوم چې تراوسه كار كوي۔ده ووئيل نړيواله ورورولي چې د ??فغ??نستان عبوري حكومت څخه كوم اصلاحات كول غواړي هغه په امن ناك ډول هم كېدے شي نه چې د فشار سره۔ده ووئيل په موجوده كابينه كښې د ټولو قامونو استازي شته٬امير متقي ووئيل زمونږ حكومت غواړي چې ??فغ??نستان او?? د لويو طاقتونو لپاره د تصادم مركز ??شې۔ده ووئيل په ??فغ??نستان كښې په 43 كلونو كښې په وړومبي ځل يو مركزي٬ذمه وار او خپلواكه حكومت جوړ شوے۔ده ووئيل مونږ په ??فغ??نستان كښې د ټولو لپاره د يو ډول موقعې راپیدا كولو تاريخي موقع لرو٬نوے پیشرفت د استحكام لپاره نوې لارې پرانستلې۔ ده ووئېل په ??فغ??نستان كښې د امن مطلب پاكستان كښې امن دے۔اوس مونږ په يو متوازن پالېسۍ عمل كوو۔ده د پاكستان سره د دوه اړخيزه تجارت د خوښي هم څرګنده كړه۔ دغسې متقي د 40 كلونو راهسې په هېواد كښې د مېشته ??فغ??ن كډوالو په كوربتوب د پاكستان مننه وكړه