اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د اكتوبر 27مه نيټه كال 1947 كشميريانو لپاره د تورې ورځ حېثيت لري٬ په دې ورځ د خپل سباٶن پرېكړه كولو لپاره كشميريانو هيلې او ارمانونه د پښو لاندې كولو سره هند په جمو و كشمير قبضه كړې وه، د دې غېر قانوني اقدام او د زهرجنې ټګۍ ياد اوس هم د ??نس??نيت په ضمير داغ دے۔ د تورې ورځ په اړه خپل پېغام كښې وفاقي وزير ??وئ??ل د هند د غېر قانوني قبضې او جبر او ظلم په ضد كشميريانو په مړانه او بهادرۍ مقابله كړې او د ظلم او جبر نه نجات لپاره د كشميريانو عزم نه دې متزلزل شوې۔ ده ??وئ??ل په هند كښې واكمن “بي جے پي ٬ آر اېس اېس” په ګډه په كشميريانو ظلمونه انتها ته رسولي٬ كشميريان مسلسل په محاصره كښې دي٬ مشران ئې بندي دي او ځوانان ئې د چاپو او جامه تلاشۍ د كاروائيو د لارې مسلسل تشدد سره مخ دي۔ شاہ محمود قرېشی ??وئ??ل د پنځم اګست كال 2019 يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نريوال قوانينو خلاف ورزي ده۔ شاہ محمود قرېشي ??وئ??ل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان اول?? د ??ې عزم پخلې كوي چې مونږ به د خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره د يوالي څرګندونه كولو او د دوي به ملګرتيا كوٶ٬ مونږ به تر ھغې د دوي ملګرتيا كوٶ تر كومې چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې دا شخړه په حتمي توګه هواره شوې نه وي۔