كراچې 12 اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي قامونو د ماحول بهتري د شوق په توګه خپله كړې، وزيراعظم عمران خان د ماحوليات بهترې لپاره په خېبر پښتونخوا كښې بلين ټري سونامي پروژه پېل كړې وه، زما په دور كښې په ايوان صدر كښې 10 زره بوټي نال كړے شوي . ده دا خبرې د نهې په ورځ د قائداعظم مزار منېجمنټ بورډ په احاطه كښې د جناح اربن فارسټ پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل ما ??ه كراچې كښې د يو لك نه زيات بوټي كور ??ه كور تقسيم كړي وو. د دې نه علاوه د سكول په ماشومانو مو د تخم پنسل هم تقسيم كړي وو. صدر ووئيل يوازې بوټي مو نه وو وېشلي بلكې زده كو??نك?? ته مو د ټولګي ??ه كچه ذمه وارې ورپغاړه كړې وې چې د بوټو خيال اوساتي. ډاكټرعارف علوي ووئيل د كورونا وبا په مهال په نړۍ كښې ماحوليات ښه شول. صدرد افسوس څرګندونې سره ووئيل ډېر ??ېل??ري د ??ېل??رې په ځايونو خزله ځائ ته په رسولو كښې د بې غورۍ څرګندونه كوي. دا يوه نړيواله مسئله جوړه شوې ځكه چې ماٶنټ اېورېسټ هم د ??ېل??رې خزله ځائ ته د رسولو څخه محفوظ نه دے. صدر ووئيل دا يوه غلط فهمي ده چې حكومت د خپل بجټ زياته برخه په دفاع خرڅ كوي ، حقيقت دا دے چې هغه د خپل بجټ زياته برخه په تعليم خرڅ كوي