اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي زمونږ الېکټرانک ووټنګ مشین سره د كاغذ بېلټ پېپر ??م موجود دے او دا نظام د فلپائن په ټاكنو كې د كارول كېدونكي مشين نه زيات غوره دے۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ??غه ووئيل د فلپائن ټاكنو كښې د الېکټرانک ووټنګ مشین كارولو تاريخ سره اړوندې شمېرې ډېرې مهمې دي۔ ??غه ووئيل الېکټرانک مشین كارولو سره د رائې كارؤنكو باور كښې زياتوالې او الېکشن پټیشنز، د وژنې پېښو او تشدد كښې ښكاره كمې شوې۔ د شم??رو لمخې فلپائن كښې په كال 2007 كښې د روايتي كاغذ د لارې د شويو ټاكنو نتيجې 6 اونۍ وروسته اعلان كړې شوې وې او په كال 2010 او 2019 كښې د الېكترانك ووټنګ مشين د لارې د شويو ټاكنو نتيجې ووټنګ ختمدېو نه څو ساعته وروسته اعلان كړې شوې۔ فلپائن كښې په كال 2007 كښې 35 فيصده وګړو په ووټنګ باور ښكاره كړې ؤ او په كال 2010 او 2019 كښې د باور دا كچه 75 فيصده او 89 فيصده ته ورسېده۔ د كال2007 ټاكنو نه وروسته ټاكنې چېلنج كولو له يو زر پټیشنز جمع كړې شوي وو او د دې په مقابله كښې د كال 2010 ټاكنې چېلنج كولو له 49 او د 2019 ټاكنې چېلنج كولو له 11 پټیشنز جمع كړې شول۔ صدر ووئيل په پاكستان كښې هم د داسې بدلون په ليدلو به مونږ ته خوشحالي وشي۔ ??غه ووئيل مونږ د ووټنګ مشين سره د كاغذ بېلټ پېپر ??ظام هم لرؤ ځكه زمونږ نظام د فلپائن نظام نه زيات غوره دے۔