اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د پولينډ خپل هم څنګ زګنيوراؤ ټېليفوني تماس نيولے۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په صورتحال خبرې اترې كړي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د پولينډ سره دوه اړخيزې اړيكې مهمې ګڼي۔دواړو خارجه وزيرانو دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمو??و٬??ج??رت او د سرمايه كارۍ پشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې زياتولو د عزم څرګندونه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني رابطو ته د ودې وركولو په حاجت يې زور راوړو۔خارجه وزير ووئيل د افغانستان د ګاونډي په حېث د څلورو لسيزو راهسې د جنګ له امله پاكستان ځپلے شوے٬په افغانستان كښې امن او اس??حك??م سره به نه يوازې پاكستان بلكې په سيمه كښې امن او اس??حك??م راشي۔ده هيله څرګنده كړه چې د تېر وخت تېروتنو څخه بايد ډډه وكړې شي۔ده ??ه نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې په دې سختو حالاتو كښې د افغانستان هر ډول مرسته باوري كړي۔د ??ولينډ خارجه وزير د كابل څخه د پولينډ وګړو په انخلا كښې په مرسته كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او پاكستاني قيادت مننه وكړه او خارجه وزير شاه محمود قرېشي له يې د پولينډ دورې كولو بلنه وركړه