اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان وئيلي دي د راوي رېور پراجېكټ ٬ سنټر بزنس ډسټركټ په ډول منصوبو سره سره دې خېبر پختو??خو?? او شمالي سيمو كښې سېلګرۍ ٬ معدني پانګو ٬ آئ?? ټي او مذهبي سېلګرۍ ته وده وركولو او دې څانګو كښې سرمايه كارۍ له نړيوال سرمايه كار راګرځولو پلو دې خاص پام لرنه وكړې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ دبۍ كښې كېدونكې ایکسپو 2020 كښې د پاكستان د ګډون او چمتووالي نيولو په اړه د جاج اخستو غوندې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وز??ر چوهدري فواد حسېن ، د وز??راعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ، د وز??راعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ، د اړوندو وزارتونو سېكرټرېز ، د ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی مشر او نورو اعلی چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته ووئیل شول په دې نړیوال نندارتون كښې د پاکستان بشپړ ګډون سره به يو اړخ ته نړيواله ورورولي د پاكستان بېلو اړخونو څخه خبر كړې شي نو بل اړخ ته به د سوداګرۍ او سرمايه كارۍ نوې لارې پرانستلې شي۔ غونډې ته ووئيل شول اېكسپو به د اكتوبر اولنۍ نېټې نه پېل كېږي كومه به چې 6 مياشتې دوام لري۔ غونډه كښې وز??راعظم ته د پاكستان پوېليئن او د دې د بېلو برخو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وز??راعظم په دې خبره زور راوړو چې د اېكسپو په مهال دې د سرمايه كارۍ بلها موقعې رامخې ته كولو ته خاص پاملرنه وكړې شي۔ وز??راعظم ووئيل د راوي رېور پراجېكټ ٬ سنټر بزنس ډسټركټ په ډول منصوبو سره سره دې خېبر پختو??خو?? او شمالي سيمو كښې سېلګرۍ ٬ ملكي معدني پانګو ٬ آئ?? ټي او مذهبي سېلګرۍ ته وده وركولو او دې څانګو كښې سرمايه كارۍ له نړيوال سرمايه كار تشويق كولو پلو دې خصوصي پام وكړے شي۔ وز??راعظم هدايت وكړو چې د ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير په شمول د ټولو صوبو د فعاله ګډون څخه د اېكسپو په مهال مهمې صوبائي منصوبې رامخې ته كړئ۔ وزیرِاعظم ټولو صوبائي حكومتونو ته د اېكسپو په حقله چمتوالي نيولو ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو هم سپارښتنه وكړه