اسلام آباد 18 اګست(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئې??ي دي چې سوله ايز او مستحكم افغانستان پاكستان او منطقې لپاره ډېر مهم دے٬پاكستان او چين وروڼه او ستراتېژېكي شراكتدار دي۔ده دا خبرې د چين خارجه وزير وانګ ژي سره په ټېليفوني خبرو كښې وكړې۔دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان په بدلېدونكي صورتحال خبرې وكړې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د چين خارجه وزير د افغانستان صورتحال او د راتلونكي لائحې په اړه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ د غونډې نه خبر كړو۔ده ووئيل چې په اوسني صورتحال كښې ډېره ضروري ده چې د افغان ??ول?? او د دوي د حقونو تحفظ باوري كړې شي۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې جامع سياسي حل ضرورې دې او بايد دې لپاره ټول افغانان په ګډه كار وكړي۔خارجه وزير ووئيل چې د نړيوالې ټولنې لخوا د افغان ??ول?? ملاتړ روان ساتل ضروري دي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د چين خارجه وزير وانګ ژي په رابطه ساتلو اتفاق وكړو