اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان او سوئېلي افريقې ترمينځه په دفاعي څانګو كښې د مرستې لا پراختيا په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان د سوئېلي افريقې سره تجارتي٬د سرمايه كارۍ او دفاعي اړيكې لا زياتول غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سوئېلي افريقه چيف آف نېشنل ډيفنس فورسز جنرل روډزيني مفو??نا??ا سره د خبرو په مهال وكړه۔چا چې د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كړے۔صدر ووئيل پاكستان د سوئېلي افريقې سره په دفاعي مېدان كښې غوره اړيكې لري كومې چې لا پراخا كول غواړي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو ډېر صلاحيت موجود دے۔پاكستان د خپلې ٬٬لك افريقه٬٬ پالېسۍ له مخې د سوئېلي افريقې سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د پ??ځي او سياسي كچه تبادلې زياتولو ته اړتيا ده۔صدر د كورونا وبا مخ نيوي لپاره د پاكستان د سمارټ لاك ډاؤن لائحې او د دې د كاميابۍ په حقله هم هغه خبر كړو۔په دې مهال صدر د هند پ?? غېر قانوني جمو كشمير كښې د هند امنيتي ځواكونو د اړخه د بشري حقونو له مينځه په وړولو هم خبرې وكړې۔ده ووئيل هند د بې ګناه كشميري مسلم??نا??و په شهيدولو د هغوي نسل كشي او آبادياتي تناسب بدلولو له ??ېر كشميريانو ته د ډوميسائل جاري كولو غوندې اقدامات كوي۔نړيواله ورورولي دې د مقبوضه كشمير اولس ته د حق خوداراديت وركولو له ?? سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد ور وكړي۔په دې موقع د سوئېلي افريقې چيف آف نېشنل ډيفنس فورسز ووئيل د پاكستان او سوئېلي افريقې وسله والو ځواكونو ترمينځه غوره اړيكې د دوه اړخيزه ګټې لپاره لا ښه كول غواړي۔صدر دا هيله ښكاره كړه چې چيف آف نېشنل ډيفنس فورسز دورې څخه به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مضبوطېدو له مرسته ترلاسه شي