اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې هېواد د پرمختګ په لار روان دے، د وزيراعظم عمران خان د معاشي ډلې د خوارې پ?? نتيجه كښې سره د كورونا د وبا د هېواد مع??شت بهتر شوے، د كورونا وبا په مهال د احساس پروګرام د لارې كروړونو خلقو ريليف ترلاسه كړے، د وفاقي بجټ منظوري د اتحاديانو لخوا په حكومت د باور څرګندونه ده، مستحكم او سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے. د جاري شوې خبر پاڼې له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پ?? خېبر پښتونخوا كښې يونيورسل صحت انشورنس پېل كړے شوے، د خېبر پښتونخوا هر يو وګړے تر 10 لكه وړيا علاج كولې شي. ده ووئيل چې پ?? خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرې ودې ته خاص پام كولې شي. سپيكر ووئيل چې پ?? صوابې كښې د اربونو روپو په پرمختيائي پروژو ??ار روان دے. د صوابې هر يو كور ته به ګاز وركولې شي، په صوابې كښې تعليم او رو??تي?? ته خاص پام كولې شي.